Sikka Naya Chalega

Book Name:Sikka Naya Chalega

الخاص رحمت عطا کولے شي، هغوئي څوک دي؟ اے موسٰی! (1): هٰغه اَلرَّسُول (يعنې پۀ خاصو کښې خاص) رسول دے، ټولو رسولانو ته رسالت د هغوئي پۀ برکت عطا کړے شوے دے (2): اے موسٰی! زمونږه خوږ محبوب اَلنَّبِي يعنې د غيبو خبرونه بيانوونکے (پۀ خاصو کښې خاص) نبي هم دے، د هغوئي نه علاوه چې څومره هم نبيان دي، هغوئي ته د نبوت تاج د هغوئي پۀ برکت سره عطا کړے شوے دے (3): اے موسٰی! هغه اُمِّي هم دے، يعني هغوئي به د شاندارې مور ځوي هم وي، پۀ اُمُّ الْقُریٰ (مکّه مکرمه) کښې به تشريف راوړي، پۀ دنيا کښې به د چا د شاګردۍ،  پۀ دنيا کښې به د چا شاګرد، مُريد يا د چا نه فيض اخستونکے نۀ وي، د دې باوجود به يـې شان دا وي چې د دنيا لوئي لوئي عالمان، لوئي لوئي فاضلان، لوئي لوئي فلسفيان به د هغوئي شاګردۍ ته ليواله وي۔ ([1])  (4): اے موسٰی! زمونږ د خوږ محبوب (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) پاک نوم، د هغوئي اعلٰی صفتونه، تر دې پورې چې د هغوئي حُليه مبارکه پۀ تورات کښې هم موجوده ده، پۀ انجيل کښې به هم وي، د هغوئي نوم، صفتونه، حالات به بني اسرائيلو ته ياد وي (5): هغوئي به خلقو ته د ښو خبرو حکم کوي (6): د بدو خبرو نه به يـې منع کوي (7): کوم ښۀه څيزونه چې پۀ بني اسرائيلو باندې د هغوئي د سرکشۍ پۀ وجه حرام کړے شوي دي، زمونږه محبوب به هغه حلال کړي (8): کوم څيزونه چې د بني اسرائيلو د پاره عارضي طور حلال کړے شوي دي لکه شراب وغيره، زمونږه خوږ محبوب نبي (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) به هغه د هميشه د پاره حرام کړي (9): اے موسٰی! زمونږه خوږ محبوب نبي (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) به د بني اسرائيلو نه بوج لرې کوي يعني هٰغه سخت شرعي حکمونه کوم چې بني اسرائيلو ته ورکړے شوي وو لکه پليتې جامې کټ کول، د کوم اندام نه چې ګناه اوشي، هغه کټ کول او د بدن نه لرې کول وغيره، پۀ داسې حکمونو کښې به د خپل اُمَّت د پاره نرمي فرمائي۔ الغرض زمونږه


 

 



[1]... تفسیر  نعیمی، پارہ:9، سورۂ اعراف، تحت الآیۃ:157 ، جلد:9 ، صفحہ:277 ماخوذاً۔