Sikka Naya Chalega

Book Name:Sikka Naya Chalega

مرضونو ٭ وور لګيدو ٭ ډوبيدو او د داسې ډير قسمه افتونو نه بچ ساتي ٭ دغه کور کښې اوسيدونکي د بُغض او حَسَد نه ٭ د بد نظر نه ٭ او د غلا غُلطۍ وغيره د خطرې نه بچ کولے شي ٭ او د دغه کور اوسيدونکے يو کَس چې کله وفات شي نو پۀ هغه باندې نَکِيرَين (يعنې قبر کښې د پوښتنو کوونکو فرښتو) پوښتنې اسانې کړے شي۔([1]) ٭ حضرت سِرِّي سقطي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: څوک چې د ميلاد محفل ته د تللو اِراده وکړي، هغه پۀ اصل کښې د جنَّت باغونو ته د تللو اِراده کوي، ځکه چې د ميلاد محفل صرف او صرف د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ محبت کښې راجوړولے شي او د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: مَنْ اَحَبَّنِی کَانَ مَعِیَ فِی الْجَنَّۃِ څوک چې زما سره محبت وکړي، هغه به پۀ جنَّت کښې زما سره وي۔([2])

1500 کلن جشنِ ولادت                مرحبا! صد مرحبا!  راغلو شاہِ ختمِ نبوت                       مرحبا! صد مرحبا!

راغلو تاجدارِ رسالت                      مرحبا! صد مرحبا!  راغلو جهان ته لوئي رحمت             مرحبا! صد مرحبا!

صاحب د عظمت او شان او شوکت   مرحبا! صد مرحبا!  ټولو نه لوئي د اللہ نعمت                  مرحبا! صد مرحبا!

آمِنه وځليدو ستا قسمت                   مرحبا! صد مرحبا!  ستا غيږې ته راغلو د رب رحمت     مرحبا! صد مرحبا!

پۀ هر کور کښې د ميلاد محفلونه جوړ کړئ!

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! زمونږ د خوږ  آقا او مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 1500 کلن ميلادِ پاک دے، هر کور ښکلے کړئ! کوڅې هم ښکلې کړئ! ښه خوشحالي وکړئ! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول تقريباً پۀ هر جومات کښې د ميلاد محفل کيږي، د دې سره سره کوشش وکړئ چې که څوک مالداره وي او که غريب هر عاشقِ رسول دې پۀ خپل کور کښې هم د ميلاد محفل وکړي۔ چا له چې الله پاک وَس ورکړے


 

 



[1]...نعمۃ الکبریٰ لابن حجر،صفحہ:10 ملخصاً ۔

[2]...نعمۃ الکبریٰ لابن حجر،صفحہ:10۔