Sikka Naya Chalega

Book Name:Sikka Naya Chalega

بدله کښې الله پاک هم پۀ هغه باندې درود ليږي، فرښتے هم درود ليږي، پۀ دې کښې څۀ حکمت دے؟ پۀ درود شريف لوستلو باندې ٭ جنَّت عطا کيدے شي ٭ جنَّتي محلونه عطا کيدے شي ٭ لوئي انعامونه ورکړے کيدے شي، د دې هم روايتونه شته ، درودِ پاک لوستونکي ته جنَّتي انعامونه هم ورکړے کيږي، ورسره پرې درود هم ليږلے شي، پۀ دې کښې څۀ حکمت دے؟ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډيره ښکلې خبره کړې ده، ليکلي يـې دي:

خدا اُن کو کِس پیار سے دیکھتا ہے                                   جو آنکھیں ہیں مَحْوِ لِقائے مُحَمَّ([1])د

  يعنې د الله پاک د خپل خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره دومره محبت دے، دومره محبت دے چې ٭ کومې سترګې چې هغوئي ته پۀ کتو شي، هٰغه سترګې د الله پاک خوښې شي ٭ کومه ژبه چې پۀ هغوئي باندې پۀ درودِ پاک لوستلو کښې مصروفه شي، د الله پاک هٰغه ژبه خوښه شي ٭ پۀ کوم زړۀ کښې چې د هغوئي ياد کور وکړي، د الله پاک هٰغه زړۀ خوښ شي، ځکه چې کله بنده پۀ خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې درود شريف لولي نو د الله پاک دومره خوښ شي چې الله پاک پخپله هم پۀ هغۀ باندې رحمتونه ليږي او د فرښتو هم ډيوټي ولګي چې تر څو پورې بنده درود شريف لولي تر هغې پورې د هغۀ د پاره دعاګانې کوئ۔۔۔!!

دِل کہتا ہے ہر وقت صفت اُن کی لکھا کر                کہتی ہے زَباں نعت مُحَمَّد کی پڑھا کر

اِس محفلِ میلاد میں اے بندۂ سرکار                     جب آئے درود اُس شہِ عالَم پہ پڑھا کر

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                                                              صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

د بيان اوريدلو  نيتونه

پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([2])


 

 



[1]... حدائقِ بخشش، صفحہ:66۔

[2]...  بخاری، کتاب بدء الوحی، صفحہ:65، حدیث:1 ۔