Sikka Naya Chalega

Book Name:Sikka Naya Chalega

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! چې کله دې دواړو کسانو پۀ خپل مينځ کښې دا خبرې کولې، يعنې يو خوب بيانولو او بل اوريدو، هٰغه وخت عظيم تابعي بزرګ حضرت کعبُ الاَحبار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ (کوم چې د تورات شريف ډير لوئي ماهر عالِم وو)، (هغوئي) د دې دواړو خبرې واوريدلې، هغوئي وفرمائيل: دا تاسو څۀ خبرې کوئ (يعنې دا چې تاسو څۀ بيانوئ دا خبره خو تاسو چرته لوستلې اوريدلې نۀ ده)؟ خوب ليدونکي ووئيل: نا۔۔۔! دا څۀ لوستلے شوې اوريدلے شوې خبره نۀ ده بلکې دا خو ما د شپې خوب ليدلے وو، هغه بيانووم۔ دا يـې چې واوريدل نو حضرت کعبُ الاَحبَار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: وَالَّذِیْ بَعَثَ مُحَمَّدًا بِالْحَقِّ اِنَّہَا فِیْ کِتَابِ اللہِ  کَمَا رَاَیْتَ يعنې پۀ هٰغه رَبِّ کائنات مې دې قَسم وي! کوم چې مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رښتونے نبي  راليږلے دے! تا دا خوب ليدلے خو ما بالکل هم دا خبره د الله پاک پۀ نازل شوي مخکښيني اسماني کتاب کښې لوستلې ده۔([1])

  سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے           صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔۔۔!! د دې نه معلومه شوه چې زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نُور هم دے، صاحبِ نُور هم دے او د حضرت کعبُ الاَحبار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وضاحت مطابق پۀ مخکښينو اسماني کتابونو کښې هم دا ليکلي شوي وو چې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هٰغه مبارک نُور دے د کوم پۀ ذريعه چې ټوله زمکه پۀ نُور روښانه شوې ده۔

چار جانِب روشنی ہے سب سماں ہے نُور نور          حق نے پیدا آج اپنے پیارے کو فرمایا ہے

آگے پیچھے، دائیں بائیں نور ہے چاروں طرف         آ گیا  ہے  نُور  والا،  نُور  والا  آیا  ہے([2])


 

 



[1]...نوادر الاصول، الاصل السابع و الستون، جلد:1، صفحہ:231۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:460 ملتقطًا۔