Sikka Naya Chalega

Book Name:Sikka Naya Chalega

صاحبِ عظمت و شان و شوکت     مرحبا! صد مرحبا!  سب سے بڑی اللہ کی نعمت     مرحبا! صد مرحبا!

آمنہ چمکی تیری قسمت                مرحبا! صد مرحبا!  گود میں آئی ربّ کی رحمت     مرحبا! صد مرحبا!

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! پۀ ټوله دُنيا کښې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د 1500کلن جشنِ ولادت اوازې د ي ۔ عاشقانِ رسول خوشحاله دي، کوششونه روان دي چې دا ځل د مخکښې نه پۀ زياته خوشحالۍ ميلاد وکړے شي۔ الله پاک دې مونږ ته توفيق راعطا کړي۔

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

پۀ ذهنونو کښې به سوال راځي چې که 1500کلن جشن  ولادت دے نو پۀ دې کښې نا اشنا څۀ خبره ده؟ زۀ وايم چې اوګورئ! الله پاک فرمائي:

وَ لَلْاٰخِرَةُ خَیْرٌ لَّكَ مِنَ الْاُوْلٰىؕ(۴)    (پارہ:30، سورۀ والضحیٰ:4)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او بے شکه ستا د پاره راروان ساعت د تير نه بهتر دے۔

يعنې زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مخکښې نه دا شان دے چې هغوئي ډيره اوچته مرتبه لري، د کله نه چې الله پاک هغوئي پيدا کړي دي، د هٰغه وخت نه تر اوسه پورې هم هغوئي د ټولو نه افضل، د ټولو نه اعلیٰ، د ټولو آقا، د ټول حاجت روا دے۔

بَعْدْ اَزْ خُدَا بُزُرْگ تُوئِی قِصَّۂ مُخْتَصر

بيا د ډيرې افضل او اعلیٰ مرتبې سره الله پاک هغوئي ته دا شان هم عطا کړے دے چې هر ساعت د هغوئي پۀ شان  کښې زياتوالے کيږي، هر راتلونکے ساعت، هر راتلونکے سيکنډ، هر راتلونکے منټ د هغوئي شان نور هم زياتوي۔

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان مبارک دے۔ تاسو اندازه ولګوئ چې د چا شان مخکښې د ټولو نبيانو نه هم اوچت وي، هٰغه خوږ محبوب