Book Name:Sikka Naya Chalega
کوم چې محبُوب مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم جوړ شو او تشريف يـې راوړو، د دې پۀ ډير فيضان موندلو کښې به مونږ کامياب شو۔
تم کرو جشنِ وِلادت کی خوشی میں روشنی وہ تمہاری گورِ تیرہ جگمگاتے جائیں گے
عیدِ میلادُ النبی کی شب چراغاں کر کے ہم قبر نُورِ مصطفےٰ سے جگمگاتے جائیں گے
پۀ ټول اِنسانيت باندې ځانګړے اِحسان
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړلو، الله پاک فرمائي: دا پۀ تاسو باندې د ټولو لوئي اِحسان شوے دے۔
دا اِحسان پۀ کوم لحاظ سره دے، مونږ چې لږ د دې تفصيل ته لاړ شو او وګورو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! رُوح به مو خوشحاله او ايمان به مو تازه شي۔
د بخاري شريف حديثِ پاک دے، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: خَلَقَ اللہُ آدَم وَ طُوْلُہٗ سِتُّوْنَ ذِرَاعًا يعنې الله پاک حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام پيدا کړو، د هغوئي قد مبارک 60 ګزه وو۔ فَلَمْ یَزَلِ الْخَلْقُ یَنْقُصُ حَتَّی الْآنَ بيا پۀ هره يوه صدۍ کښې د انسان قد راکميدو، راکميدو، تر دې چې دا زمانه راغله نو بيا پۀ قد کښې دا کمے کيدل ودريدو۔([1])
سُبْحٰنَ اللہ! دا دے د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ولادت برکت۔۔۔!! پۀ دې باندې لږ غور وکړئ! د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام نه واخله تر د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ولادت مبارک پورې چې کومه زمانه ده، د دې که مونږ حساب وکړو، بيا چې کوم پۀ شروع کښې قد وو يعنې 60 ګزه، د دې حساب وکړو او د اِنسان پۀ قد کښې چې څومره کمے وشو، دا ټول يو ځائے کړو او وګورو نو پۀ هرو 100 کالو کښې د انسان قد 3 فټه او 2 انچې کم شو۔ اوس لږ سوچ وکړئ چې که دا کمے نۀ ودريدو، لکه