Sikka Naya Chalega

Book Name:Sikka Naya Chalega

څنګه چې پۀ تيرو صدو کښې د انسان قد پرله پسې راکم شوے دے، هم داسې راکميدے، پۀ هرو 100 کښې 3 فټه او 2 انچې قد راکميدو، نو 1500 کاله تير شوي دي،  اوس به زمونږه قدونه څومره پاتې شوي وے؟ د قاعدې مطابق خو به قد منفي ته تللو، ځه مونږ د منفي طرف ته نۀ ځو، بيا به هم 2، 4 انچې وړوکي قد والا به پاتې کيدے۔

الله پاک اِحسان وکړو چې محبوبِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يـې پيدا کړو، د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُنيا ته د تشريف راوړلو يو برکت د ټول انسانيت دا نصيب شو چې د انسان پۀ قد کښې کمے کيدل ودريدو او د الله پاک پۀ فضل سره نن مونږه د پوره قد سره پۀ زمکه باندې ودريږو۔

پوښتنه خو دا ده چې پۀ ربيعُ الاَوَّل شريف کښې ميلاد ولې کولے شي، زۀ عرض کووم، ميلاد صرف د ربيعُ الاَوَّل شريف سره خاص نۀ دے، حق خو دا جوړيږي چې مونږ کله هم د آئينې مخې ته ودريږو، ويښته ګمنځوو، عمامه پۀ سر تړو، خپل مخ ته ګورو او خوشحاليږو، هٰغه وخت هم د زړۀ نه وايئ چې اے الله پاکه! ستا شُکر دے چې تا خپل خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم راوليږو او پۀ ما باندې دې اِحسان وکړو۔

پورے قد سے میں کھڑا ہوں تو یہ تیرا ہے کرم

مجھ کو جھکنے نہیں دیتا ہے سہارا تیرا

په کوهِ طُور باندې د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر

يو ځل د الله پاک نبي حضرت موسٰی عَلَیْهِ السَّلَام  پۀ کوهِ طُور کښې حاضر وو، د الله پاک سره د کلام کولو سلسله وه، پۀ دې کښې د رسولِ خُدا، احمدِ مجتبیٰ، مُحَمَّدِ مصطفٰے  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکرِ خير راغلو۔

اَللہُ اَکْبَر! کمال ته وګورئ! ٭ ځائے دے: کوهِ طُور۔ ٭ شخصيت دے: پۀ افضل ترين