Sikka Naya Chalega

Book Name:Sikka Naya Chalega

وضاحت: رَبِّ کريم کوم چې د ډير لوئي شان والا دے، د هغۀ پۀ اعلیٰ ترين نعمت محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې دې اعلیٰ درود وي، الله پاک خپل خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زمونږ د هدايت د پاره پۀ راليږلو چې کوم اِحسان وکړو، پۀ هٰغه احسان دې هُم پۀ لکونو سلامونه وي۔ هٰغه خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کوم چې د غريبانانو آقا دے، زمونږ د فقيرانو دولت دے، پۀ هغوئي باندې دې بے حده درود او پۀ لکونو سلامونه وي۔

ميلادِ د فيضانِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دموندلو ذريعه ده

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! وګورئ الله پاک صفا صفا فرمائيلي دي چې مونږه د نبي په ليږلو پۀ ايمان والؤ باندې اِحسان کړے دے، ظاهره ده چې کله نعمت ميلاؤ شي، اِحسان وکړے شي نو پۀ هغې باندې شُکر ادا کولے شي او کوم بنده چې شُکر ادا کړي، الله پاک فرمائي:

لَىٕنْ شَكَرْتُمْ لَاَزِیْدَنَّكُمْ   (پارہ:13، سورۀ ابراہیم:7)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: که تاسو زما شُکر ادا کوۍ نو زۀ به تاسو ته نور زيات درعطا کووم۔

يعنې تاسو شُکر ادا کوئ! نو ستاسو نعمتونه به نور هم زياتولے شي۔

معلومه شوه چې د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُنيا ته تشريف راوړل پۀ مونږ باندې بلکې پۀ ټول اِنسانيت باندې لوئي انعام دے، اوس که مونږ د دې اِنعام شُکر ادا کړو ٭ د دې پۀ شُکرانه کښې نفلونه ادا کړو ٭ د دې پۀ شکرانه کښې تِلاوت کوو ٭ د دې پۀ شکرانه کښې نفلي روژې نيسو ٭ د دې پۀ شکرانه کښې محفلونه جوړوو ٭ د دې پۀ شکرانه کښې د الله پاک ذِکر او د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر پۀ کثرت سره کوو ٭ د دې پۀ شُکرانه کښې پۀ خلقو باندې خوراک  خورو ٭ د دې پۀ شُکرانه کښې صدقه او خيرات کوو نو د دې پۀ برکت به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! دا نعمت زياتيږي، يعنې هٰغه نُور