Book Name:Sikka Naya Chalega
سره هډو عِلم نشته، مونږ چي کوم 1500کلن جشنِ ولادت کوو، دا د هٰغه نامعلومه شانونو هم خوشحالي ده او ورسره ورسره د هٰغه 21 لاکهه فيصده د زياتوالي خوشحالي هم ده۔ الله پاک دې مونږ ته ښۀ پۀ ذوق او شوق سره د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د 1500کلن جشنِ ولادت کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
د چا په ذِهن کښې دا سوال هم پيدا کيدے شي چې اوس خو 1447 هجري روان دے نو 1500کلن ميلاد څنګه؟ د دې وضاحت دا دے چې دا 1447 کاله د هجرت نه واخله تر اوسه پورې دي، په دې کښې چې د هجرت نه مخکښيني 53 کاله شامل کړې نو 1500 پوره شول.
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
پۀ قرآنِ کريم کښې د ميلاد ذِکر
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ټول مخلوق کښې د ټولو نه افضل او اعلیٰ دے۔ پۀ قرآنِ کريم کښې پۀ ټولو 7 زره ځايونو کښې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر مبارک پۀ واضحه لفظونو کښې راغلے دے۔ ([1]) ٭ پۀ قرآنِ کريم کښې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مبارکو نومونو ذِکر هم دے ٭ د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ولادت د ځائے ذِکر هم دے ٭ د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مبارکو اندامونو ذِکر هم دے ٭ د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صفاتو ذِکر هم دے ٭ د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د فضائلو ذِکر هم دے او اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! پۀ قرآنِ کريم کښې درې څلور کرته نۀ بلکې د يوې محتاط اندازې