Sikka Naya Chalega

Book Name:Sikka Naya Chalega

د پاره قانون دے چې پۀ جامو باندې يـې ګند ولګي نو هغه به پۀ کټ کولو پاکولے شي، د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د راتلو سره به دا دستور نوے شي، پۀ اوبو باندې به د وينځلو سره کپړه پاکيږي ٭ د بني اسرائيلو د پاره انداز دا دے چې څوک څۀ ګناه وکړي نو د هغه پۀ دروازه باندې ليکلے کيږي، چې کله خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړي نو بيا به د رحمتونو اِظهار هم پۀ نوي انداز سره کيږي، پۀ ګناهونو باندې به پردې اچولے کيږي۔([1])

آئی نئی حکومت، سکّہ نیا چلے گا                               عالَم نے رنگ بدلا صبح شبِ وِلادت

خطبہ ہوا زمیں پر سکّہ پڑا فلک پر                            پایا جہاں نے آقا صبحِ شبِ وِلادت

پڑھتے ہیں عرش والے سنتے ہیں فرش والے          سلطانِ نو کا خطبہ صبحِ شبِ وِلادت

تاسو له بهتر درکړے شوے دے

 يو ځل يو صحابي پۀ بارګاهِ رسالت کښې حاضر شو او عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! د بني اسرائيلو نه چي به کله ګناه کيدله نو هغوئي به کفاره ادا کوله، کاش چې زمونږ د پاره هم داسې کفاره مقرره وے۔ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې دا واوريدل نو درې کرته يـې ووئيل: اَللَّهُمَّ لا نَبْغِيْهَا اے الله پاکه! مونږ دا نۀ غواړو، اے الله پاکه مونږ دا نۀ غواړو، اے الله پاکه مونږ دا نۀ غواړو۔

بيا يـې وفرمائيل: تاسو له چې څۀ درکړے شوي دي، هغه د هٰغې نه بهتر دي څۀ بني اسرائيلو ته ورکړے شوي وو، پۀ بني اسرائيلو کښې چې به د چا نه ګناه وشوه نو د هغۀ ګناه او د هغې کفاره به يـې پۀ دروازه باندې وليکلے شوه، که هغه به کفاره ورکوله  نو پۀ دُنيا کښې به يـې رسوائي کيدله، که نۀ به يـې ورکوله نو پۀ اخرت کښې به يـې د رسوايۍ سبب


 

 



[1]...تفسیر صراط الجنان،پارہ:9، سورۂ اعراف، زیرِ آیت:157، جلد:3، صفحہ:451 بتصرف ۔