Sikka Naya Chalega

Book Name:Sikka Naya Chalega

جوړيدله، ستاسو د پاره الله پاک وفرمائيل: ([1])

وَ مَنْ یَّعْمَلْ سُوْٓءًا اَوْ یَظْلِمْ نَفْسَهٗ ثُمَّ یَسْتَغْفِرِ اللّٰهَ یَجِدِ اللّٰهَ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا(۱۱۰)    (پارہ:5، سورۀ النساء:110)  

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او څوک چې [څۀ] بد کار وکړي يا پۀ خپل ځان ظُلم وکړي بيا د الله نه بخښنه وغواړي نو الله به بخښونکے مهربانه مومي۔

 يعنې پۀ تاسو کښې چې څوک ګناه وکړي نو د هغۀ پۀ دروازه باندې نۀ ليکلے کيږي، پۀ کفاره ورکولو د خلقو پۀ مخکښې د هغۀ رسوائي نۀ کيږي، ستاسو د پاره دا قانون ايښودے شوے دے چې ګناه وشوه، بس پۀ کور کښې پۀ پټه د پښيمانتيا اوښکې توئي کړئ! پۀ رښتوني زړۀ سره توبه وکړئ، دُنيا به مو هم ښه شي او پۀ اخرت کښې به هم د عذاب نه بچ شئ۔

اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څومره ښکلې خبره ليکلې ده:

ڈر تھا کہ عصیاں کی سزا، اب ہو گی یا روزِ جزا       دِی اُن کی رحمت نے صدا، یہ بھی نہیں، وہ بھی نہیں([2])

وضاحت: زۀ  خو دې غم او ويره زورولوم  چي پته نشته  چې پۀ دې دُنيا کښې به الله پاک ما زما د ګناهونو پۀ وجه رانيسي او که نا پۀ اخرت کښې به د رسوايۍ سره مخ کيږم ، خو قربان شم! د خپل آقا او مولا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رحمت نه، کوم چې زۀ ګنهګار د خپل رحمت پۀ جولۍ کښې ځائے کړم او اوئې وئيل: ويريږه مۀ، تۀ دلته هم پۀ امان کښې يـې او پۀ اخرت کښې هم۔

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور وکړئ! اوس خو ربيعُ الاَوَّل شريف تشريف راوړونکے دے، اوس خو مونږ ته ميلاد ضرور کول پکار دي، حق دا جوړيږي چې مونږ روزانه چي کله سحر راپاڅو او د دروازې نه بهر راووځو، لږ بره د دروازې دُرشل


 

 



[1]...  طبری، پارہ:1، سورۂ بقرہ، زیرِ آیت:108، جلد:1، صفحہ:531 ، رقم:1786۔

[2]...حدائقِ بخشش، صفحہ:110۔