Book Name:Sikka Naya Chalega
هم کوئ او ورسره ورسره پۀ زړۀ کښې شُکر هم ادا کوئ چې دا سلام هم د خوږ مصطفےٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ولادت برکت دے) ٭ فرمائي: مونږ ته آمين راکړے شو، دا مخکښينو نبيانو ته هم نۀ وو ورکړے شوے۔([1])
سُبْحٰنَ اللہ! آمين د دُعا مُهر ګرځولے شوے دے۔ دا د آمين لفظ مخکښينو نبيانو ته نۀ وو عطا کړے شوے، مونږ ته راعطا کړے شو، ځکه چې کله هم دُعا کوئ نو آمين وايئ او پۀ زړۀ کښې شُکر ادا کوئ چې دا لفظ هم د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ولادت برکت دے ٭ مونږ د مصيبت پۀ وخت اِنَّا لِلَّهِ وَاِنَّا اِلَيْهِ رٰجِعُونَ لولو([2])، د دې فضيلت دا دے چې کوم بنده پۀ مصيبت کښې اِنَّا لِلَّهِ لولي، پۀ هغۀ باندې الله پاک رحمتونه هم راليږي، درود هم راليږي او ورسره ورسره د هغه پۀ زړۀ کښې هدايت هم اچوي۔ ([3]) اِنَّا لِلَّهِ وَاِنَّا اِلَيْهِ رٰجِعُونَ هم د دې اُمّت د خصوصیاتو نه دي، نو ځکه چې کله هم اِنَّا لِلَّهِ لولۍ نو پۀ زړۀ کښې شُکر ادا کوئ چې دا هم د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ولادت برکت دے ٭ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: الله پاک زما سره زما د اُمت د معاملو پۀ باره کښې وعده وفرمائيله چې دوئي به پۀ (عام) قحط کښې پۀ اخته کولو نۀ هلاکوي او پۀ دوئي باندې به دښمن له (پوره) غلبه نۀ ورکوي۔([4])
يعنې داسې به چرې هم نۀ کيږي چې قحط راشي او ټول اُمت هلاک شي، لکه څنګه چې مخکښيني اُمتونه د ګناهونو پۀ وجه پۀ قحط کښې اخته کولے کيدل، هم داسي به دښمن ته داسې غلبه هم نۀ ورکولے کيږي چې ټول اُمت شکست وخوري، لکه