Sikka Naya Chalega

Book Name:Sikka Naya Chalega

د دې پۀ بدله کښې به الله پاک او د هغه فرښتے 10 کرته درود راليږي۔

نوټ: د الله پاک په خپل بنده باندې د درود ليږلو مطلب دے: رحمت نازلول او د فرښتو د درود ليږلو مطلب دے: د بخښنې دعا کول. ([1])

څومره عظيمه بدله ده دا۔۔۔!! د الله پاک يو رحمت ميلاؤيدل د دواړو جهانو د پاره کافي دے، پۀ چا باندې چې 10 رحمتونه نازل شي، بيا ورسره د فرښتو 10 کرته دعاګانې ميلاؤ شي نو د هٰغه بنده شان به څۀ وي۔۔۔؟ او د دې عظيم ترين اِنعام موندلو طريقه څۀ ده؟ يو څو سيکنډه پرې لګي، ولولئ! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد۔

دا د ټولو نه د کمو الفاظو والا درود شريف دے، که مونږه دا درود شريف 100 کرته ولولو نو اندازتاً يو نيم منټ يعنې صرف 90 سيکنډه پرې لګي۔

نن سبا ټک ټاک (TikTok) او ريلز (Reels) وغيره ډير مشهور دي، نۀ دي کتل پکار، د کولو والا کارونه کول پکار دي، د ټک ټاک يوه ويډيو تقريباً د 30 سيکنډو نه تر 180 سيکنډو پورې وي۔ خلق پۀ ټک ټاک کتلو ګينټې تيروي، صرف 90 سيکنډه ولګوئ او 100 ځله درود شريف ولولئ، اجر به څۀ ميلاؤيږي؟ د الله پاک زر [1000] رحمتونه او د فرښتو زر [1000] دعاګانې به در نصيب شي۔ سُبْحٰنَ اللہ!  

وہ تو نہایت سستا سودا بیچ رہے ہیں جنّت کا               ہم مفلس کیا مَوْل چُکائیں، اپنا ہاتھ ہی خالی ہے([2])

الله پاک دې مونږ ته د درودِ پاک د کثرت کولو، د زياتو نه د زيات درود شريف د لوستلو توفيق راعطا کړي۔  اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

دلته يو وړوکے شان سوال پۀ ذِهن کښې راځي، بنده چې کله درود شريف لولي نو پۀ


 

 



[1]...فتح الباری، کتاب الدعوات، باب صلاۃ علی النبی، جلد:11، صفحہ:186، زیرِ حدیث:6357 ماخوذاً۔

[2]...حدائقِ بخشش، صفحہ:186۔