Sikka Naya Chalega

Book Name:Sikka Naya Chalega

دے، هغوئي که وغواړي نو پۀ لوئي سطح دې د ميلاد محفل جوړ کړي او څوک چې غريبانان دي، هغوئي دې هم د خپل وَس مطابق پۀ کور کښې د ميلاد محفل جوړ کړي، که غواړي نو وړوکے شان محفل دې وکړي خو د ميلاد محفل دې خامخا وکړي۔ هيڅ ګران کار نۀ دے، پۀ خپل کور کښې چې چرته هم اساني وي د پردې کولو سره ځائے جوړ کړئ! د کوڅې د محلې که زيات نۀ وي نو 8، 10 اسلامي وروڼو له دعوت ورکړئ! د محلې د جومات عاشقِ رسول امام صاحب پۀ خِدمت کښې عرض وکړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! هغوئي به هم د محبوب د ذِکر د پاره منع نۀ کوي، لږ شان تلاوت وکړئ، يو يا دوه نعتونه ووايئ! امام صاحب دې 15، 20 منټه بيان وکړي، که چرې د امام صاحِب يا بل عاشقِ رسول مبلغ ترکيب نۀ جوړيږي نو بيا هم ګرانه نۀ ده، د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه رساله ده: صبحِ بہاراں، دغه شان د مکـتبة الـمدينه نورې رسالې دي مثلاً ٭ سیاہ فام غلام ٭ بھیانک اُونٹ ٭ بڈھا پجاری ٭ نور والا چہرہ ٭ نُور کا کھلونا ٭ عاشقِ میلاد بادشاہ د دې نه يوه رساله يا پۀ شانِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې د 12 بيانونو والا وړوکے کتاب حاصل کړئ! که غواړئ نو د دعوتِ اسلامي د ويب سائټ www.dawateislami.net نه يـې مفت ډاؤن لوډ کړئ! پخپله يـې د نورو پۀ مخکښې ولولئ، پۀ اخِره کښې د خپل وَس مطابق څۀ خواږۀ وغيره تقسيم کړئ! که چرې څۀ خواږۀ هم نۀ وي نو بيا هم څۀ خبره نۀ ده، چې څۀ وي، هغه ټيک دي، د ميلاد د پاره لنګر يا خواږۀ وغيره هم ضروري نۀ دي، د الله پاک پۀ دربار کښې پيسه او اهتمام نۀ بلکې د زړۀ اِخلاص قبليږي۔ ځکه چې الله پاک کوم توفيق درکړے وي، پۀ محفل کښې د برخه اخستونکو پۀ خِدمت کښې يـې وړاندې کړئ! د ميلاد محفل به اوشي، د دې پۀ برکت به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ټول کال پۀ کور کښې برکت وي۔

منانا جشنِ میلادُالنبی کبھی ہرگز نہ چھوڑیں گے

جلوسِ پاک میں جانا کبھی ہرگز نہ چھوڑیں گے