Book Name:Sikka Naya Chalega
رقم ولګي د هغې سره د دين فائده هم اوشي۔ د غم ښادئ پۀ دستورو کښې د نزدې مکـتبة الـمدينه نه د ترتيب جوړولو سره سټال ولګوئ او ميلمنو ته د وَس مطابق اِسلامي کتابونه او رسالې مفت ورکړئ۔
ولادتِ شہِ دیں ہر خوشی کی باعث ہے ہزار عید سے بھاری ہے بارہویں تاریخ
(9): پۀ ښارونو، کلو وغيره کښې دې هر UC نګران تر 12 ورځو پورې هره ورځ پۀ بيلو بيلو جوماتونو کښې عظيمُ الشان د سنتو ډک اجتماعات تابيا کړي۔ د شخصياتو پۀ کورونو، د عاشقانِ رسول پۀ دکانونو، مارکيټونو، کارخانو، تعليمي ادارو وغيره کښې هم دا اجتماعات وکړئ۔
لب پر نعتِ رسولِ اکرم ہاتھوں میں پرچم دیوانہ سرکار کا کتنا پیارا لگتا ہے
(10): د 11 رَبيعُ الاوَّل پۀ مازيګر ګنې پۀ 12 شپه د ښۀ ښۀ نيت کولو سره غسل وکړئ۔ که کيدے شي نو د اخترونو د اختر د تعظيم پۀ نيت سره جامې، عمامه، سربند، ټوپۍ، پۀ سر کول پکار وي نو سپين څادر، پۀ پرده کښې د پردې کولو د پاره څادر، مسواک، د جيب رومال، پيزار، تسبيح، د عطرو شيشه، د لاس ګړۍ، قلم، قفلِ مدينه پيډ وغيره د خپل استعمال هر څيز که کيدے شي نو نوے واخلئ۔ (د ميلاد شريف د مجلس او د نورو خير مجلسونو د پاره غسل کول مستحب عمل دے۔ وګورئ: نماز کے احکام، صفحه: 115)
آئی نئی حکومت سکہ نیا چلے گا عالَم نے رنگ بدلا صبح شبِ وِلادت
(11): 12 شپه د ميلاد پۀ اجتماع کښې د تيرولو سره د صبح صادق پۀ وخت پۀ خپلو لاسونو کښې د مدني جنډو راخستو سره د درود او سلام وئيلو سره پۀ نمژنو سترګو صبحِ بہاراں ته هر کلے ووايئ۔ د سحر د نـمونځ نه پس د سلام کولو وروستو د اختر مو مبارک شه وئيلو سره يو بَل سره پۀ خوشحالۍ ملاقات وکړئ او ټوله ورځ د اختر مبارکي ورکوئ او ميلاويږئ۔