Book Name:Shehad ki Makhi Ko Nasihat
محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَثَلُ بِلَالٍ كَمَثَلِ نَحْلَةٍ غَدَتْ تَاْكُلُ مِنَ الْحُلْوِ وَالْمُرِّ، ثُمَّ هُوَ حُلْوٌ كُلُّهُ يعنې د بِلال مثال د شاتو د مچۍ پۀ شان دے۔ (د مشهور صحابئ رسول حضرت بِلالِ حبشي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خبره ده چې د هغوئي مثال د شاتو د مچۍ پۀ شان دے)۔ د دواړو پۀ خپل مينځ کښې څۀ مماثلت (يوشان والے) دے؟ اوئې فرمائيل: د شاتو مچۍ د خوږو ګلونو رَس هم راښکي، د ترخو ګلونو رَس هم راښکي خو د دواړه قِسمه رَسونو چې کومه نتيجه راووځي (يعنې شات) هغه ټول پۀ ټوله خواږۀ وي۔([1])
دغه شان د حضرت بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم دا شان دے چې که د هغوئي سره څوک خوږه رويه اختيار کړې! نو جواب به يـې خوږ ميلاؤيږي او که رويه ترخه اختيار کړې! نو بيا به يـې هُم جواب خوږ ميلاؤيږي۔([2])
دلته بعضې خلق وائي چې مونږه د شريفانو سره شريف او د بد معاشانو سره بد معاشان يو۔ پۀ دې حديثِ پاک باندې لږ غور وکړئ۔ د حضرت بلالِ حبشي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د غلامانو داسي شان وي چې هغۀ د شريفانو سره خو شريف وي خو د بد معاشانو سره هم شريف وي۔ د حالاتو، واقعاتو او د موسم د بدلون سره د هغوئي پۀ اخلاقو، کردار، افکار کښې بدلون نۀ راځي، که د هغوئي سره بد وکړې، ترخه رويه اختيار کړې، نو دا بيا هم خواږۀ وي او که ښه ورسره وکړې، نو دا بيا هم خواږۀ وي ۔
پۀ ښه اخلاقو ليدلو يـې کافِر مسلمان شو
يو ځل يو کَس د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه پۀ خدمت کښې حاضر شو او عرض يـې وکړو چې د ډيرې مودې نه مې ستاسو پۀ خدمت کښې د حاضريدو ارمان وو، شُکر