Book Name:Shehad ki Makhi Ko Nasihat
وي، پۀ اخره کښې د خلقو پۀ ابادۍ کښې پۀ مختلفو ځايونو کښې د کورونو جوړولو ووئيلے شو، ځکه پۀ دې ځايونو کښې کورونه ډير کم جوړوي۔ يعنې دا داسې فرمانبردارې دي چې حکم منل خو بيله خبره ده، پۀ حکم فرمائيلو کښې چې کوم ترتيب ارشاد شو، د شاتو مچو د دغه ترتيب هم پوره پوره خيال ساتلے دے۔([1])
* بيا دوئي ته ووئيلے شو چې صرف د ميوو، ګلونو نه خوراک کول دي۔ تاسو به د شاتو مچۍ چرې هم پۀ ګند باندې پۀ کښيناستو نۀ وينئ۔۔۔!! دوئي پۀ دې حکم باندې هم پوره عمل کوي۔ تر دې پورې چې ګنده اوبه چرې هم نۀ څښي، که تر ډيرو کلو ميټرو پورې ورته لرې تلل ولې نۀ وي، سفر کوي خو صرف او صرف صفا اوبه لټوي او هم هغه څښي۔
سُبْحٰنَ اللہ! دا د شاتو د مچو تابعداري ده۔ وګورئ چې د دې انعام ورته څۀ ميلاؤ شو: الله پاک د دوئي د خِيټو نه پۀ وَتلے شوي رَطُوبت کښې شِفا کيښودله۔ ارشاد دے:
یَخْرُجُ مِنْۢ بُطُوْنِہَا شَرَابٌ مُّخْتَلِفٌ اَلْوَانُہٗ فِیْہِ شِفَآءٌ لِّلنَّاسِ ؕ
(پارہ:14، سورۀ نَحل: 69)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د هغې د خيټې نه د څښلو يو رنګا رنګ څيز راووځي پۀ هغې کښې د خلقو د پاره شِفا ده۔
سُبْحٰنَ اللہ! دا دے د تابعدارۍ انعام۔۔۔!! د شاتو مچۍ د ګل نه رَس راښکل، خپلې لاړې يـې پۀ هغې کښې شاملې کړې، د هغې نه چې کومه نتيجه راووتله، هغې ته شات وائي، پۀ دې کښې د خلقو د پاره شِفا کيښودلے شوې ده۔
* د الله پاک د ټولو نه اخري نبي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: دوه شفاګانې لازمي ونيسئ، يو شات، دويم قرآنِ کريم([2]) * مکي مَدَني، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: کوم کَس چې د هرې مياشتې درې سحره شات څټي هغۀ