Shehad ki Makhi Ko Nasihat

Book Name:Shehad ki Makhi Ko Nasihat

(1):  وړومبے حکم:

اَنِ اتَّخِذِیْ مِنَ الْجِبَالِ بُیُوْتًا وَّ مِنَ الشَّجَرِ وَ مِمَّا یَعْرِشُوْنَ (ۙ۶۸)

   (پارہ:14، سورۀ نَحل:68)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: چې پۀ غرونو او وَنو او چتونو کښې کور جوړ کړه۔

  یعنې دې مچو ته حکم دے چې خپل کور صرف پۀ غرونو کښې جوړول دي يا پۀ وَنو يا پۀ چتونو کښې جوړول دي۔

(2): دويم حکم يـې وکړو:

ثُمَّ  کُلِیْ مِنْ کُلِّ الثَّمَرٰتِ

(پارہ:14، سورۂ نَحل:69)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بيا  د هر قسمه ميوو نه خوره۔

یعنې د ګلونو او ميوو رَس خورئ ، ګنده څيزونه مۀ خورئ۔

(3): دريم حکم:

فَاسْلُکِیْ سُبُلَ رَبِّکِ ذُلُلًا ؕ

(پارہ:14، سورۂ نَحل:69)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د خپل رب (جوړو کړو) نرمو او اسانو لارو باندې روانه اوسه.

یعنې هٰغه لارې د کومو چې اِلـهام شوے دے، صرف هم پۀ هٰغه لارو باندې تلل دي۔

د شاتو مچو ته دا درې حکمونه وشول، قربان شم! د شاتو مچۍ د خپل رَبِّ کريم داسې فرمانبردارې دي چې پۀ دې دريو واړو حکمونو باندې پوره عمل کوي۔ * د دوئي کورونو ته وګورئ، پۀ غرونو، وَنو او چتونو کښې وي، د دې نه علاوه چرته هم نۀ وي۔ بلکې علّامه دَمِيري رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه ليکلي دي: الله پاک د کورونو جوړولو د پاره دوئي ته درې ځايونه وښودل: (1):  غرونه (2): وَنې (3): مختلف چتونه۔ دا درې واړه ځايونه پۀ داسې ترتيب سره وښودلے شو نو د شاتو مچۍ د دې ترتيب هم خيال ساتي۔ د ټولو نه وړومبے پۀ غرونو کښې د کورونو جوړولو ووئيلے شو، ځکه د دوئي زياتره کورونه هم پۀ غرونو کښې وي۔ د وَنو ذِکر پۀ دويم نمبر باندې وو، ځکه د غرونو نه پس د دوئي زياتره کورونه پۀ وَنو کښې