Shehad ki Makhi Ko Nasihat

Book Name:Shehad ki Makhi Ko Nasihat

وضاحت: يعنې محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې کوم کار هم کوي، نو پوره يـې کوي، د هغوئي تجويز، ترکيب او د کار انداز مبارک بالکل د تقدير عَين مطابق وي بلکې حق خو دا دي چې څۀ خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائي، هم هٰغه تقدير جوړ شي۔

د صحابئ رسول پوخ ايمان

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د هٰغه صحابئ رسول رَضِیَ اللهُ عَنْہُ د ايمان نه هم قربان شم! مونږ چې يو ځل ډاکټر له لاړ شو او ټيک نشو نو بيا لاړ شو، ډاکټر راته دوائي بدله کړي، څۀ طمع مو پيدا شي چې د دې دوايۍ سره به ټيک شو، چې پۀ هغې هم ښه نۀ شو نو مونږه  ډاکټر بدل کړو۔ د هٰغه صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ايمان ته وګورئ! د دوايۍ سره ټيک کيدل خو څۀ وو چې مرض نور هم زيات شو، بيا حاضر شو، بيا هم هٰغه دوائي ورکړے شوه، مرض نور هم زيات شو، بيا حاضر شو، دوائي هم هٰغه ورکړے شوه، بيا بيا به حاضريدلو، نۀ دوائي بدليدله او نۀ ټيک کيدلو، د دې باوجود يـې پۀ زړۀ کښې څۀ بد نۀ راتلل، اعتماد يـې نۀ خرابيدو، زړۀ يـې هم پۀ دې دَر پورې تړلے وو، څلور خو څۀ کړې چې زر کرته هم راتلل وو، ښه کيدل خو هم د دې دَر نه دي او بَل چرته هډو د تللو حاجت نشته دے۔

تجھ سے چُھپاؤں مُنہ تو کروں کس کے سامنے

کیا اَور بھی کسی سے تَوَقُّع نظر کی ہے...؟ ([1])

الله پاک دې زمونږه هم داسې جذبه نصيب کړي، رَبِّ کائنات هم هغوئي قاسِمِ نعمت (نعمتونه تقسيمولو والا) جوړ کړے دے، جولۍ که ډکيږي نو هم د دې دَر نه ډکيږي، ځکه مونږ  غواړو،نو هم د دې دَر نه به يې غواړو، يو ځل نۀ بلکې بيا بيا به غواړو، خدائے دې نکړي۔۔۔!! داسې کيږي نۀ خو، بيا دې هم الله نۀ کړي، که سوال رَد هم کړے شي، نو بيا هم پۀ دې دَر پريوتل پکاردي، هم د دې ځائے نه غوښتل دي، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! جولۍ به ډکه شي او داسې به ډکه شي چې هيڅ کمے به پکښې نۀ وي۔


 

 



[1]... حدائقِ بخشش، صفحہ:226۔