Book Name:Shehad ki Makhi Ko Nasihat
دي، د دې ټول کائنات مرکز انسان دے، هر يو څيز پۀ څۀ نا څۀ طريقه زمونږه د فائدې د پاره کار کوي۔ الله پاک ارشاد فرمائي:
ھُوَ الَّذِیْ خَلَقَ لَکُمْ مَّا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا
(پارہ:1، سورۀ بقرہ:29)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: ھم هٰغه دے چا چې څۀ پۀ زمکه كښې دي ټول ستاسو د پاره پيدا کړي دي۔
يعنې الله پاک هٰغه دے کوم چې زمکه هم پيدا کړه او پۀ زمکه کښې چې څۀ دي، هٰغه ټول يـې هم پيدا کړل او د څۀ د پاره يـې پيدا کړل۔۔۔؟ ستاسو د فائدې د پاره۔([1])
که د شاتو مچۍ نۀ وي نو بيا۔۔۔!!
پۀ 20 مئي پۀ عالمي سطح د شاتو د مچو ورځ نمانځلے کيږي۔ د شاتو مچۍ عامې دي، ټولو به ليدلې وي، شات به يـې هم خوړلې وي۔ دا هم د الله پاک لوئي نعمت دے۔ سائنس دانان وائي چې که د دُنيا نه د شاتو مچۍ ختمې شي نو پۀ څه کم يا زيات څلورو کالو کښې انساني نسل ختميدے شي۔ يعنې زمونږه ژوند د شاتو د مچۍ سره دومره تړلے شوےدے چې که د شاتو مچۍ ختمې شي نو انساني نسل به هم د ختميدو طرف ته روان شي۔
د دې څۀ وجه ده۔۔۔؟ پۀ بوټو کښې پَولِي نَيشَن (Pollination) کيږي۔ يعنې مچۍ يا بلبلکۍ چې کله پۀ يو بوټي باندې کښيني د دې پۀ ښپو پسې څۀ خاص قِسمه ذرې انښلي، بيا چې کله دا الوځي او پۀ نورو بوټو باندې کښيني نو هٰغه ذرې هلته وړي، داسې په بوټو کښي اضافه کيږي، د دې نسل زياتيږي۔ د خوراک د عالمي ادارې مطابق په دُنيا کښې د بوټو د 80 فيصده پيداوار ذريعه د شاتو مچۍ او بلبلکۍ جوړيږي۔ که د شاتو مچۍ او بلبکۍ نۀ وي نو د مختلفو سبزيانو، د تيلو تخمونو، بادامو، غوزانو، ټماټرو او د مڼو وغيره پيداوار ته به ډير نقصان ورسي۔ داسې به د صحت د پاره ضروري خوراک نۀ رسي۔
افسوس ناک حالت دا دے چې کلائميټ (Climate) بدليږي يعنې پۀ ټوله دُنيا کښې