Book Name:Shehad ki Makhi Ko Nasihat
عاشقانِ رسول د ډاډګيرنې د پاره خوږ آقا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کرم فرمائيلے دے، پۀ خوب کښې يـې تشريف راوړے دے او پۀ قافله کښې برخه اخستونکو له يـې ديدن ورکړے دے۔
چې مونږ پۀ مَدَني قافله کښې سفر وکړو نو څۀ پته چې پۀ مونږ باندې هم کرم وشي۔ کم از کم هره مياشت د 3 ورځو پۀ مَدَني قافله کښې د سفر نيت وکړئ! راځئ چې د ترغيب د پاره يو مَدَني سپرلے واورو:
د حيدر آباد پۀ يوه محله کښې د علاقائي دورې د دعوت نه د متاثره کيدو سره يو ماډرن ځلمے جومات ته راغلو۔ پۀ بيان کښې پۀ قافلو کښې د سفر کولو ترغيب ورکړے شو نو هغۀ پۀ قافله کښې د سفر کولو د پاره نوم وليکو۔ د قافلې پۀ روانيدو کښې لا يو څو ورځې پاتې وې چې هٰغه ځلمے وفات شو۔ پۀ کور والؤ کښې يو کَس هغۀ پۀ خوب کښې پۀ داسې حالت کښې وليدو چې هغۀ پۀ يو شين باغ کښې ډير خوشحاله دے او پۀ ځانګو کښې ځانګي۔ خوب ليدونکي ترينه پوښتنه وکړه چې دلته څنګ راغلې؟ هٰغه زلمي جواب ورکړو چې د دعوتِ اِسلامي د قافلې سره راغلے يم، الله پاک ډير کَرم فرمائيلے دے، زما مور ته ووايه چې زما غم نه کوي، زۀ دلته ډير پۀ سکون کښې يم۔
لوٹنے رحمتیں قافلے میں چلو سیکھنے سنتیں قافلے میں چلو
پاؤگے بخششیں قافلے میں چلو جنّتیں بھی ملیں، قافلے میں چلو
صَلُّوْا عَلَي الْحَبِيب! صَلَّي اللّٰه عَلٰي مُحَمَّد
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! نن سبا د ټيکنالوجۍ دور دے۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د قرآنِ کريم د فيضان عام کولو د پاره د دعوتِ اِسلامي I.T ډيپارټمنټ يو موبائل ايپلي