Shehad ki Makhi Ko Nasihat

Book Name:Shehad ki Makhi Ko Nasihat

ته به څۀ غټه بلا نۀ رسيږي۔

د مختلفو طِبّي تحقيقاتو مطابق پۀ شاتو کښې آئرن (Iron)، وټامنز (Vitamins) او اينټي آکسيډنټ (Antioxidant) موجود وي۔ هم د دې خاصيتونو پۀ وجه شاتو ته سُپر فوډ (Super Food) وئيلے شي۔ * شات اواز صفا کوي، نظر تيزوي او لوږه زياتوي       * زخم ټيک کوي او تازه غوښه پيدا کوي * د وجود رنګ ښکلے کوي * عقل زياتوي * ټوخے او جريان ختموي * چربي(واڅګه) کموي * د شاتو د استعمال سره د کوليسټرولو ليول کښې ښه والے راځي * هائي بلډ پريشر کښې غوره والے راځي * د سر خُشکي ختموي * وزن کموي۔

د شاتو جوړلو مختلفې مرحلې

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! کوم شات چې دومره خصوصيات لري، د الله پاک دا مخلوق دا زمونږ د پاره څنګه تياروي؟ راځئ چې په دې ځان پوهه کړو!  * د شاتو مچۍ د ټولو نه اول نېکټر (Nectar) يعنې د مختلفو مېوو او ګلونو رس راټولوي * بيا هغه رس په خپله خېټه کښې په يوه خاصه کڅوړه [تيلئ] کښې چې کروپ (Crop) ورته وائي، په هغې کښې محفوظه کوي، دا کڅوړه د مچۍ د وزن په مقابله کښې ډېر زيات رس ذخيره کولے شي *ګبين ته د راتللو نه پس مچۍ دا رس واپس د خولې نه راباسي او يو بل ته يې ورکوي او دا عمل بار بار تکراروي *په دې دوران کښې د مچۍ په هني اِسټومک (honey stomach) کښې موجود انزائمز (Enzymes) رس ماتوي او په ګلوکوز او فروکټوز (Fructose) کښې يې بدلوي * د دې نه پس مچۍ خپلې وزرې په حرکت کښې راولي او د هغه رس نه اضافي اوبه الوزوي، چې د دې په وجه هغه رس ټينګ شي او په هغې کښې د اوبو مقدار تقريباً 18% پاتې شي * کله چې رس په شاتو کښې بدل شي نو دا په ګبين کښې د موم نه جوړو شوو خانو کښې محفوظه کړے شي او په هغې باندې د موم يوه پټه ولګوي او شات محفوظه کړي۔