Book Name:Shehad ki Makhi Ko Nasihat
يو ځائے کښې پۀ ځنګل تيريدلو)، هوسۍ پۀ ځنګل کښې روانې وې او مرغۍ الوتلې، حضرت سلمان فارسي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وغوښتل چې د ميلمه ميلمستيا وکړے شي۔ نو هغوئي هوسۍ او مرغو ته اواز وکړو او اوئې فرمائيل: اے هوسو! اے مرغو! پۀ تاسو کښې دې يوه مرغۍ او يوه هوسۍ زما خوا له راشي، زۀ د خپل ميلمه ميلمستيا کول غواړم۔
قربان شم! د صحابئ رسول حضرت سلمان فارسي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اواز يـې چې واوريدو نو يوې هوسۍ او يوې مرغۍ سر ښکته کړے پۀ ادب سره پۀ خدمت کښې حاضر شو۔ دا منظر يـې چې وليدو نو هٰغه کَس ډير حيران شو او د حيرانتيا پۀ وجه د هغۀ د خُلې نه بے اختياره ووتل: سُبْحٰنَ اللہ! حضرت سلمان فارسي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وفرمائيل: آيا تۀ حيران شوې؟ بيا يـې وفرمائيل: آيا تا يو داسې بنده ليدلے دے کوم چې د خپل رَبّ تابعداري کوي خو دا څيزونه (کوم چې د انسان د خدمت د پاره جوړ دي دا) د هغوئي تابعداري ونکړي۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه: څوک چې د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانبرداري کوي نو دُنيا د هغۀ تابعداري شروع کړي۔ د کراماتو ظاهريدل، دا خو د اوليائے کرامو حصه ده، زمونږ پۀ شان عام بندګان چي د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تابعداري کوو، د هغۀ فرمانبرداري کوو، هر يو حکم يـې پۀ سر سترګو سره قبول کړو پۀ هغې باندې عمل شروع کړو، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! وران کارونه به مو صحيح شي، د کاميابو دروازې به راته برسيره شي او د دُنيا او د اخرت داسې برکتونه به رانصيب شي چې د هيڅ قِسمه څيز کمے به راته پاتې نشي۔ الله پاک دې مونږ له د عمل کولو توفيق راکړي.
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د شاتو مچۍ کومه چې زمونږ د پاره ډير لوئي نعمت هم دے، د دې سره سره مونږ ته د دې نه د زدکړې د پاره ډير څيزونه ميلاؤيږي۔ دوه ښکلي ښکلي حديثونه واورئ!