Book Name:Shehad ki Makhi Ko Nasihat
سُبْحٰنَ اللہ! دا وي د يو مسلمان شان۔۔۔!! چې د هغۀ سره څۀ بد وکړې، نو بيا هم جواب پۀ بدو نۀ ورکوي، د مسلمان مثال د شاتو د مچۍ پۀ شان دے، که هغه تراخۀ خوري او که خواږۀ، څۀ چې راووباسي نو هغه هميشه خواږۀ وي۔ الله پاک دې مونږ ته هم د داسې مسلمان جوړيدو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
(2): پاک خوراک، د فساد نۀ بچ اوسيدل
يو بَل ډير ښکلے حديث شريف واورئ! خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: اِنَّ مَثَلُ الْمُؤْمِنِ كَمَثَلِ النَّحْلَةِ يعنې د مسلمان مثال د شاتو د مچۍ پۀ شان دے (پۀ دواړو کښې څۀ مماثلت(يوشان والے) دے؟ اوئې فرمائيل:) اَكَلَتْ طَيِّبًا، ووَضَعَتْ طَيِّبًا د شاتو مچۍ صرف او صرف پاک خوري، څۀ چې اوباسي (يعنې شات)، هغه هم پاک وي وَوَقَعَتْ فَلَمْ تكْسُرْ ولَمْ تفْسُدْ او پۀ کوم ښاخ باندې چې خپل ګبين جوړوي، هغه نۀ ماتوي، نۀ هلته فساد کوي۔([1])
د مؤمِن بنده هم دا شان دے چې صرف او صرف حلال او طيب خوري، د دې پۀ نتيجه کښې چې د هغۀ کوم طاقت چي نصيب کيږي، اخلاق او کردار پۀ کومو چې مسلمان پيژندلے کيږي، هغۀ هم پاک او طيب وي او مؤمِن بنده چې پۀ کوم ځائے کښې وخت تيروي، هلته هُم برکتونه خوروي، د فساد سبب نۀ جوړيږي۔([2])
سُبْحٰنَ اللہ! دا د مؤمِن بنده شان دے: څۀ۔۔۔؟ مؤمِن بنده صرف حلال او طيب خوري، د حرامو نه هميشه ځان ساتي۔ د هغۀ اخلاق، کردار، انداز هم پاک او طيب وي او بيا چې چرته رَسيږي،صرف برکتونه خوروي۔ الله پاک دې مونږ ته د داسې شان دار مؤمِن د جوړيدو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔