Book Name:Shehad ki Makhi Ko Nasihat
مانگیں گے، مانگے جائیں گے، مُنہ مانگی پائیں گے
سرکار میں نہ لَا ہے، نہ حاجت اَگَر کی ہے([1])
صَلُّوْا عَلَي الْحَبِيب! صَلَّي اللّٰه عَلٰي مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! شات (ګبين) د الله پاک ډير لوئي نعمت دے او د شاتو مچۍ کومه چې شات جوړوي، دا هم د الله پاک ډير عظيم نعمت دے۔ پۀ قرآنِ کريم کښې دي:
وَ اِنْ تَعُدُّوْا نِعْمَۃَ اللّٰہِ لَا تُحْصُوْھَا ؕ
(پارہ:14، سورۀ نَحل:18)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او که تاسو د الله نعمتونه شميرل غواړئ نو هغه به اُونه شميرلے شئ۔
دا آيت مبارک به تاسو مخکښې هم څو ځل اوريدلے وي خو مسئله دا ده چې زمونږه سوچ ډير محدود وي، مونږه چې کله دا آيت مبارک واورو يا پۀ دې خبره باندې سوچ وکړو چې د الله پاک نعمتونه بے شميره دي، هغه مونږه نشو شميرلے زمونږه نظر تر خپله ذاته پورې محدود پاتې شي۔ الله پاک مونږ ته * غوږونه راعطا کړل! * لاسونه يـې راعطا کړل * ښپې يـې راعطا کړې! * پۀ وجود کښې دننه يـې لوئي اعصابي نظام (Nervous system) راعطا کړو * د هضم کولو نظام (Digestive system) يـې راعطا کړو * زمکه يـې جوړه کړه * اسمان يـې جوړ کړو، زمونږه سوچ بس هم تر دې حده پورې وي۔ يقيناً چې دا هم د الله پاک ډير لوئي نعمتونه دي او دا هم دومره زيات دي چې مونږ يـې نشو شميرلے خو د الله پاک نعمتونه صرف دا نۀ دي، نعمتونه يـې پۀ ټول کائنات کښې خوارۀ دي * وړې وړې ذرې * چينجي * مختلف قِسم بيکټيريا کوم چې پۀ انساني نظر هم نشي ليدلے کيدے، دا ټول زمونږ د پاره نعمتونه دي، الله پاک يوه ذره هم فضول نۀ ده پيدا کړې او څۀ چې يـې پيدا کړي دي، زمونږ د انسانانو د فائدې د پاره يـې پيدا کړي