Shehad ki Makhi Ko Nasihat

Book Name:Shehad ki Makhi Ko Nasihat

وَ اَوْحٰی رَبُّکَ اِلَی النَّحْلِ اَنِ اتَّخِذِیْ مِنَ الْجِبَالِ بُیُوْتًا وَّ مِنَ الشَّجَرِ وَ مِمَّا یَعْرِشُوْنَ (ۙ۶۸)  ثُمَّ  کُلِیْ مِنْ کُلِّ الثَّمَرٰتِ فَاسْلُکِیْ سُبُلَ رَبِّکِ ذُلُلًا ؕ یَخْرُجُ مِنْۢ بُطُوْنِہَا شَرَابٌ مُّخْتَلِفٌ اَلْوَانُہٗ  فِیْہِ شِفَآءٌ لِّلنَّاسِ ؕ اِنَّ فِیْ ذٰلِکَ لَاٰیَۃً   لِّقَوْمٍ  یَّتَفَکَّرُوْنَ (۶۹)    

(پارہ:14، سورۀ نَحل:68-69)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او ستا رَب د شاتو د مچۍ پۀ زړۀ کښې دا خبره واچوله چې پۀ غرونو او وَنو او چتونو کښې کور جوړ کړه۔ بيا  د هر قسمه ميوو نه خوره او د خپل رب (جوړو کړو) نرمو او اسانو لارو باندې روانه اوسه. د هغې د خيټې نه د څښلو يو رنګا رنګ څيز راووځي پۀ هغې کښې د خلقو د پاره شِفا ده بے شکه پۀ دې کښې د غور و فکر کوونکو د پاره نخښه ده۔

د دې دواړو آيتونو خُلاصه دا ده چې الله پاک د شاتو د مچۍ پۀ زړۀ کښې دا خبره واچوله چې پۀ بعضې غرونو، وَنو او چتونو کښې کورونه جوړ کړي، بيا د هر قِسمه خوږو، ترخو، پيکه هر قِسمه ميوو او ګلونو نه خوراک کوي او د هغې پۀ لټون کښې د خپل رَبّ پۀ جوړو کړے شوو نرمو او اسانو لارو باندې ګرځي، د هغې د خِيټې نه د څښلو يو څيز يعنې شات پۀ سپين، زيړ او سور رنګ کښې راووځي، پۀ دې کښې د خلقو د پاره شِفا ده۔ بے شکه پۀ دې کښې د غور و فِکر کوونکو د پاره نخښې دي۔([1])

سُبْحٰنَ اللہ! د الله پاک قُدرت هم څومره د کمال او ځانګړے دے، پۀ يوه وړۀ شان مچۍ کښې يـې هم څنګه څنګه مهارتونه او کمالات  ايښودي دي۔

د شاتو د مچۍ کمالات

علّامه دَمِيري رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه ليکلي دي چي: د شاتو مچۍ ډيرې هوښيارې، عقلمندې او بهادرې وي * دا د کال د ټولو موسمونو نه ښې خبر وي * د باران د وختونو ورته د مخکښې نه اندازه وي * دا ډيرې ماهره ګِلکارانې (يعنې انجنيئرانې) وي * دا خپل ګبين پخپله جوړوي


 

 



[1]...تفسیر صراط الجنان، پارہ:14، سورۂ نحل، زیرِ آیت:68-69، جلد:5، صفحہ:347ملخصاً۔