Shehad ki Makhi Ko Nasihat

Book Name:Shehad ki Makhi Ko Nasihat

* د دې ګبين کښې ډيرې خانې وي، د هرې خانې 6 ګوټونه وي * د رياضۍ ماهرين  وائي چې د 6 ګوټونو والا شکل واحد شکل دے، کوم چې ځائے ډير کم نيسي، ضائع کيږي بالکل نۀ او پۀ دې کښې پۀ ډير مقدار کښې څيزونه راځائے کيدے شي۔ هم دغه وجه ده چې د شاتو مچۍ د 6 ګوټونو والا کور جوړوي،  چې د زياتو نه زيات شات پکښې سټور کړے شي([1]) * علّامه دَمِيري رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه نور ليکلي دي: ډيره د حيرانتيا خبره خو دا ده چې د شاتو مچۍ د ګبين جوړولو د پاره څۀ آله، څۀ پرکار وغيره نۀ استعمالوي، د دې باوجود د دې د ګبين د هرې يوې خانې پلن والے برابر، ژور والے بالکل هم يو همره وي۔([2])

* د شاتو د مچو د کار کولو انداز هم ځانګړے دے۔ دوئي ټول پۀ شريکه کار کوي۔ پۀ دوئي کښې يوه ملِکه وي۔ کومه چې د ټول ګبين انتظام  سمبالوي * د دوئي د اوسيدو باقاعده قوانين وي، ټولې مچۍ د هغې پابندي کوي * مثلاً يو قانون د دوئي دا دے چې يوه مچۍ به هم ګبين ته ګند نۀ راوړي، که يوه مچۍ پۀ ګنده ځائے کښې کښيني، د هغې د ښپو وغيره سره ګند ولګي نو هغه ګبين ته دننه نۀ پريښودے کيږي، د دې کار د پاره د دوئي سره  باقاعده څوکيدارن هم وي * د دوئي کارونه تقسيم وي، د ځينې مچو کار شات جوړول وي * ځينې موم جوړوي * ځينې ګبين جوړوي * او ځينې اوبه راوړي۔ دا ټولې پۀ شريکه پۀ کار کولو کښې مصروفه اوسي۔([3])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور وکړئ! هغۀ څوک دے چا چې دا مچۍ داسې هنر مندې، داسې يو موټے او د خپل کار سره داسې بلدې کړې۔۔۔؟ هغۀ يقيناً چې الله وَحدَه لَا شَريک دے، هم د هغۀ قدرت غالِب دے، هم هغۀ د ټولو پالونکے دے، هغۀ ټولو ته صلاحيت عطا کولو والا دے۔


 

 



[1]...حیات الحیوان(اردو)، جلد:2، صفحہ:644-646 ملتقطاً۔

[2]...حیات الحیوان(اردو)، جلد:2، صفحہ:645 ۔

[3]...حیات الحیوان(اردو)، جلد:2، صفحہ:645-646 ملتقطاً ۔