Book Name:Shehad ki Makhi Ko Nasihat
کوئی تو ہے جو نظامِ
ہستی چلا رہا ہے، وہی خدا ہے
دکھائی بھی جو نہ دے، نظر بھی جو آرہا ہے وہی خدا ہے
کسی کو تاجِ وقار بخشے، کسی کو ذلت کے غار بخشے
جو سب کے ماتھے پہ مہرِ قدرت لگا رہا ہے، وہی خدا ہے
سفید اُس کا سیاہ اُس کا، نفس نفس ہے گواہ اُس کا
جو شعلہء جاں جلا رہا ہے، بُجھا رہا ہے، وہی خدا ہے
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! غور وکړئ چې د شاتو مچۍ په څومره منظم انداز خپل کارونه سرته رسوي؟ عموماً دا مچۍ د شاتو جوړولو د پاره په شريکه کار کوي، په دې وجه هغوئي ګبین، د شاتو جوړولو، د ګبین صفا ساتلو وغيره کار په آسانۍ سره سر ته رسولے شي، که کومه مچۍ يوازې دا کار کول غواړي نو آيا دا ممکنه ده؟ یقیناً نه. آيا هغه مچۍ چې د شاتو جوړولو په فن پوهيږي، هغه ګبين جوړولے شي؟ آيا هغه چې د ګبين د صفا کولو په کار ډيره ښه پوهيږي هغه ګبين جوړولے شي؟ ګويا د خپل ذمه دار خبره منلو سره کارونه په خپل مينځ کښې تقسيمول، بيا د چا په ذمه چې کوم کار لګيدلے دے هغه په ډير ښه انداز ترسره کول د کاميابۍ او د ډيرې ښې کارکردګۍ اصل دے. که مونږ هم دا ښيګړه خپله کړو، هر کار د ذمه دار او ماتحت اسلامي وروڼو تر مينځ په تقسيم کارئ سره په شريکه د کولو کوشش وکړو نو داسې به د يو بل د صلاحيتونو نه د فائده اخستو ډيرې ښې موقعې هم په لاس راځي او کارونه به هم ډير ښه سرته رسيږي.
صَلُّوْا عَلَي الْحَبِيب! صَلَّي اللّٰه عَلٰي مُحَمَّد
د آيتونو مبارکو وضاحت او د زده کولو خبرې
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه آيتونه مبارک واوريدل، الله پاک د شاتو مچۍ ته د دريو خبرو حکم وکړو: