Book Name:Shehad ki Makhi Ko Nasihat
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د خپل ډاکټر پۀ مشوره شات استعمال کړئ! د دې نه فائده واخلئ! د دې سره سره چې کله شات پۀ ژبه باندې ولګوئ، د دې خوږ والے محسوس کړئ، شات چې خُلې ته څنګه لاړ شي او خوند محسوس شي نو دا غور وکړئ چې دا د شاتو د مچۍ د تابعدارۍ نتيجه ده۔ غور وکړئ چې د تابعدارۍ نتيجه، د فرمانبردارۍ انعام څومره خوږ، خوندور او شفا والا وي۔ ځکه مونږ له پکار دي چې مونږه هم د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانبردار جوړ شو۔ چې د شاتو مچۍ ته داسې انعام ميلاؤيدے شي نو سوچ وکړئ چې انسان خو اَشرَفُ المَخلُوقات دے، چې کله دا د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانبرداري وکړي نو څنګه څنګه انعامونه به يـې نصيب کيږي۔ الله پاک فرمائي:
وَ مَنْ یُّطِعِ اللّٰہَ وَ رَسُوْلَہٗ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِیْمًا (۷۱)
(پارہ:22، سورۀ احزاب:71)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او څوک چې د الله او د هغۀ د رسول فرمانبرداري وکړي هغۀ لويه کاميابي اوموندله۔
سُبْحٰنَ اللہ! دا د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د فرمان منلو برکت دے چې بنده پۀ دُنيا کښې او پۀ اخرت کښې هُم د لوئي کاميابۍ حقدار جوړ شي۔
اُسے مانتی ہی دُنیا، اسے ڈھونڈتی ہے منزل
رہِ عشقِ مصطفےٰ پے جو غُلام چل پڑا ہے
صَلُّوْا عَلَي الْحَبِيب! صَلَّي اللّٰه عَلٰي مُحَمَّد
د اطاعت برکت
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! حضرت سلمان فارسي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صحابئ رسول دے۔ يوه ورځ هغوئي د مدائن ښار نه ووتل، د هغوئي يو ميلمه هم د هغوئي سره وو، (پۀ لاره کښې پۀ