Book Name:Shehad ki Makhi Ko Nasihat
طبيب يئ، څۀ راکړئ! زۀ د ګناهونو مريض يم، يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زما مدد وکړئ۔۔۔!!
اے رَبّ کے حبیب آؤ...!! اے میرے طبیب آؤ!
اچھا یہ گُنَاہوں کا بیمار نہیں ہوتا ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا پوخ ذِهن جوړ کړئ چې پۀ حديثونو کښې د طِبّ وغيره پۀ کتابونو کښې چې کومې دوايانې او عِلاجونه ليکلي شوي وي، دا به د هر چا موافق وي، دا ضروري نۀ ده، طبيعتونه مختلف وي، هر يو کَس دې مرض هم پوره معلوم کړي، دا هم ضروري نۀ ده۔ ځکه هر يو عِلاج د خپل مُستَنَد ډاکټر، مُستَنَد حکيم سره د مشورې کولو نه بغير هيڅکله هم نۀ دي کول پکار، ګنې نقصان هم کيدے شي۔
صَلُّوْا عَلَي الْحَبِيب! صَلَّي اللّٰه عَلٰي مُحَمَّد
کارچې هغوي اوکړو نو پوره يـې اوکړو
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه حديثِ پاک واوريدو، صحابئ رسول رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ درې کرته خپل ورور له شات ورکړل خو مرض د کميدو پۀ ځائے نور هم زياتيدلو، پۀ اخري ځل يـې چې پرې شات اوڅکل نو مرض ټيک شو۔ د دې پۀ شرح کښې علمائے کرامو ليکلي دي: دا نا اشنا عِلاج وو ځکه چې د طِب پۀ دُنيا کښې شات دستونه لګوونکي ګڼلے کيږي۔ خو دا د محبوبِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم برکت وو چې هم د شاتو پۀ ذريعه باندې يـې د هغوئي عِلاج وکړو۔ مولانا حَسَن رضا خان صاحب رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه ليکلي دي:
کام جو اُن سے ہُوا پُورا ہوا اُن کی جو تَدْبِیر ہے، تقدیر ہے([2])