Shehad ki Makhi Ko Nasihat

Book Name:Shehad ki Makhi Ko Nasihat

خير! مونږه حديثِ شريف اوريدلو، صحابئ رسول رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بارګاهِ رسالت   صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضر شو، د خپل ورور د بيمارۍ پۀ باره کښې يـې عرض وکړو۔ محبوبِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ورته وفرمائيل: پۀ هغۀ باندې شات اوڅکه ! صحابي    رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ واپس لاړو، ورور له يـې شات ورکړل۔ بيا په ظاهره مسئله د حل کيدو پۀ ځائے نوره هم زياته شوه، يعنې د مخکښې نه يـې دستونه نور هم زيات شو۔ بيا حاضر شو، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ورته وفرمائيل: پۀ هغۀ شات اوڅکه ! واپس لاړو، بيا يـې پرې شات اوڅکل ۔ مسئله نوره هم زياته شوه۔ پۀ دريم ځل حاضر شو، عرض يـې وکړو، بيا يـې ورته هم دغه ارشاد وفرمائيلو: پۀ هغۀ شات اوڅکه۔۔۔!! واپس لاړو او شات يـې پرې اوڅکل ۔ مسئله نوره هم زياته شوه۔ پۀ څلورم ځل بيا حاضر شو، خواست يـې وکړو، اوئې فرمائيل: الله پاک رښتونے دے، ستا د ورور خِيټه دروغژنه ده (يعنې الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائيلي دي چې پۀ شاتو کښې شِفا ده، قصور زمونږه د دوايۍ نۀ دے بلکې ستا د ورور خِيټه بيماره ده)، بيا لاړ شۀ! او پۀ هغۀ شات اوڅکه ! بيا هٰغه صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ واپس لاړو، شات يـې چې پرې اوڅکل نو ارام يـې نصيب شو۔ ([1])

یہ لا دَوا ہے مرض ہمارا، طبیب کیوں کر کریں گے چارہ

عِلاج میرا کریں گے آقا، طبیب بھی ہیں، حکیم بھی ہیں

راځئ چې پۀ بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې درخواست پيش کړو:

شَہَا بِیْکَسْ نَوَازِیْ کُنْ طَبِیْبَا چَارَہْ سَازِی کُنْ

مَرِیْضِ دَرْدِ عِصْیَانَمْ اَغِثْنِیْ یَارَسُوْلَ اللہ! ([2])

وضاحت: اے د مدينے شهنشاه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ما بے وسه ته راعطا کړئ! تاسو


 

 



[1]... بخاری، کتاب الطب، باب الدواء بالعسل، صفحہ:1441، حدیث:5684۔

[2]...حدائقِ بخشش، صفحہ:366۔