Book Name:Shehad ki Makhi Ko Nasihat
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
صَلُّوْا عَلَي الْحَبِيب! صَلَّي اللّٰه عَلٰي مُحَمَّد
قرباني سُنَّتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ده
د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامين مبارک: (1) : څوک چې د زړۀ پۀ خوشحالۍ، د ثواب د پاره قرباني وکړي، د هغۀ قرباني به د هغۀ او د دوزخ ترمينځه ديوال جوړ شي۔ ([1]) (2) : ستاسو د پاره د قربانۍ د څاروي د هر يو ويښته پۀ بدل يوه نيکي ده۔ ([2])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به قرباني کوله، حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِیَ اللهُ عَنْہا فرمائي: د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ بارګاه کښې برګ (د سپينو او تورو داغونو والا) يو ګَډ وړاندې کړے شو کوم چې هغوئي پۀ خپلو لاسونو باندې ذبح کړو۔ ([3]) * قرباني پۀ هر هٰغه بالغ مقيم مسلمان نارينه او زنانه باندې واجب ده کوم چې د نصاب مالِک (يعنې د چا سره چې دوه پنځوست نيمې (52.5) تولې سپين زر يا د دې ماليت رقم يا د دومره ماليت د تجارت مال يا د دې ماليت د حاجتِ اصلي نه علاوه سامان) وي۔ ([4]) * څوک چې د وَس لرلو باوجود قرباني ونکړي، د داسې کَس پۀ باره کښې اخري نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي چې دا دې زمونږ د عيد ګاه خوا له نه راځي۔ ([5]) * حضرت بابا فريد الدِّين ګنج شَکر رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرمائي: څوک چې صدقه او قرباني نۀ کوي د هغۀ نه ارام اخستے شي۔ ([6]) * د قربانۍ
[1]... معجم کبیر، جلد:2، صفحہ:213، حدیث:2670۔
[2]... ابن ماجہ، کتاب:الاضاحی، باب:ثواب الاضحیہ، صفحہ:510، حدیث:3127۔
[3]... مسلم، کتاب الاضاحی، باب استحباب الضحیۃ...الخ، صفحہ:782، حدیث:1967۔
[4]... فتاویٰ ہندیہ، کتاب الاضحیہ، باب فی تفسیرھا و رکنھا...الخ، جلد:5، صفحہ:360-362 ملتقطاً۔
[5]... ابن ماجہ، کتاب الاضاحی، باب الاضاحی واجبۃ ام لا ، صفحہ:509، حدیث:3123۔
[6]... فیضان بابا فرید ، صفحہ:65۔