Book Name:Shehad ki Makhi Ko Nasihat
موسمياتي بدلون راځي، بيا پۀ سبزيانو، ميوو او بوټو وغيره باندې د زهريله دوايانو سپرے کولے شي، ځنګلونه کټ کولے شي، پۀ دې وجه د شاتو د مچو نسل هم مسلسل کميږي۔ مونږه که د 10 نه تر 15 کالو پورې پخوانۍ خبره وکړو نو چرته نا چرته به پۀ کلي پۀ محله کښې پۀ يوه وَنه پورې د شاتو مچو ګبين جوړ کړے وو، اوس پۀ نظر نۀ راځي، که راځي هم نو ډير کم پۀ نظر راځي، داسې چې به د اوبو کومې نلکې وې، پۀ هغې باندې به هم مچو اوبه لټولې، اوس دغلته هم پۀ نظر نۀ راځي، کله نا کله که پۀ نظر راشي نو ښه ګنې نو نۀ وي۔
دا ډيره د خطرې خبره ده۔ د دې خطرې نه د خبرولو د پاره پۀ عالمي سطح باندې د شاتو د مچو د ورځې د نمانځلو اعلان وکړے شو۔ چې معلومه شي دا هم د الله پاک لوئي نعمت دے، مونږ ته د دې هم حفاظت کول پکار دي۔
د دې به څۀ طريقه وي۔۔۔؟ * چې مونږه بوټي نال کړو * وَنې ترينه جوړې کړو * پۀ موسمياتي بدلون باندې تر څۀ نا څۀ حده پورې قابو بيامونځو چې د شاتو د مچو، د بلبلکو او د مختلفو حشراتو نسل زيات شي او د دې پۀ ذريعه زمونږه تحفظ هم وشي۔ الله پاک دې مونږ ته توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د شاتو مچۍ ډير د کمال څيز دے۔ تاسو ته معلومه ده چې پۀ قرآنِ کريم کښې د شاتو د مچۍ پۀ نوم يو پوره سُورت هم موجود دے۔ سُورۀ نَحل پۀ څوارلسمه سيپاره کښې دے، نَحل پۀ عربۍ کښې د شاتو مچۍ ته وائي۔ پۀ دې مبارک سُورت کښې د شاتو د مچۍ کمالات بيان کړے شوي دي۔([1]) راځئ چې واورو يې۔ الله پاک فرمائي: