Book Name:Shehad ki Makhi Ko Nasihat
پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: قافله
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د با کرداره او اخلاقي مسلمان جوړيدو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اِسلامي د ديني ماحول سره خپل تړون نور هم مضبوط کړئ او د دعوتِ اِسلامي پۀ 12 ديني کارونو کښې ښۀ پوره برخه واخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دين او د دنيا بے شميره برکتونه به مو نصيب شي۔ پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار قافله هم ده۔
* بے شکه د نيکئ دعوت ورکول، پۀ دې لاره کښې سخته تيرول د انبياؤ علَيهِمُ السَّلام سُنَّت دي، * د دِين کار پۀ سختو تيرولو، پۀ قربانو ورکولو کيږي * انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام * صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم * نيکان خلق به د نيکۍ د دعوت ورکولو د پاره د خپلو کورونو نه وَتَل * لرې لرې علاقو ته به تلل * هجرت به يـې کولو او * خواري به يـې کوله او د دِين پيغام به يـې عام کولو * د مخکښينو خلقو پۀ قربانو مونږ ته دِين رارسيدلے دے
* د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اِسلامي هم پۀ دې لاره باندې روان دے * پۀ ټوله دنيا کښې د دِين د پيغام عام کولو د پاره پۀ لکونو عاشقانِ رسول د قافلو پۀ شکل کښې ملک ملک، ښار ښار، کلي کلي ته ځي او د نيکۍ دعوت عام کوي * د قافلو پۀ برکت باندې ډير کافران د کلمې وئيلو سره مسلمانان شوي دي * د لکونو پۀ ژوند کښې د نيکو سپرلے راغلے دے * اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د 3 ورځو، 12 ورځو، يوې مياشت او د 12 مياشتو قافلې سفر کوي۔
* تاسو هم پۀ قافله کښې سفر وکړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به مو نصيب شي * پۀ مَدَني قافله کښې فرض عِلمِ دِين ښودلے شي * سُنَّت ښودلے شي * د تهجدو کولو سعادت ميلاويږي * د نيکۍ د دعوت عام کولو موقع ميلاويږي * د قافلې پۀ برکت سره د عاګانو پوره کيدو * د سختو لرې کيدو * د بيمارانو د شفا نصيب کيدو هم پۀ سوونو واقعات دي * داسې هم شوي دي چې پۀ مَدَني قافله کښې د سفر کوونکو