Shehad ki Makhi Ko Nasihat

Book Name:Shehad ki Makhi Ko Nasihat

دے چې نن مې دا نعمت نصيب شو۔

اَللہُ اَکْبَر! د الله والؤ شان هم ځانګړے دے، دا کَس غير مسلمه وو او د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه مَعَاذَ الله! د وژلو پۀ اراده باندې راغلے وو خو پۀ خُله باندې يـې چاپلوسي کوله ، خواجه صاحب خو بيا خواجه صاحب دے، هغوئي چې د هغۀ خبره واوريدله نو اوئې فرمائيل: پۀ کوم نيت باندې چې راغلے يـې نو هٰغه کار وکړۀ! بس دومره اوريدل وو چې هٰغه کَس د ويرې نه پۀ رپيدو شو او پۀ زمکه باندې راګزار شو، هغۀ عرض وکړو: حُضُور! زما داسې هيڅ نيت نۀ وو، زۀ فلانکي کَس دوکه کړے ووم او راليږلے يـې ووم، دا يـې چې ووئيل نو هغۀ پۀ ترخ کښې پټه کړې چاړۀ راويستله او د هغوئي مخې ته يـې کيښودله۔

د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه شان ته وګورئ! هغوئي ورته وفرمائيل: د چا نوم مۀ اخلۀ! مۀ د چا راز ښکاره کوه۔۔۔!!

سُبْحٰنَ اللہ! مخکښې هٰغه غير مسلمه د خواجه صاحب رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه کرامت ليدلے وو، بيا يـې د عيب پټولو شان هم وليدلو، بيا هغۀ پۀ هغوئي باندې مئين شو، هغۀ خپل سر د خواجه حُضور رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه پۀ ښپو مبارکو کښې کيښودو او عرض يـې وکړو: عالي جاه! زۀ د سزا حقدار يم، ما له سزا راکړئ! خواجه غريب نواز رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه وفرمائيل: اے عزيزه! زمونږه طريقه ده چې څوک زمونږه سره بد کوي، مونږه د هغۀ سره ښۀ کوو۔ دا يـې چې ووئيل نو هغوئي د هغۀ سر راووچت کړو۔ هم پۀ يو مجلس کښې دومره کرم، داسې اعلیٰ اخلاق او کردار يـې چې وليدلو نو د هٰغه کَس پۀ زړۀ کښې بدلون راغلو، د هغۀ زړۀ ته د خواجه صاحب رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه عقيدت کوز شوے وو، نو د قتل پۀ اراده باندې راغلي غير مسلمه د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه پۀ لاس مبارک باندې توبه کړه، کلمه يـې ووئيله او د هغوئي پۀ غلامانو کښې شامل شو۔ ([1])


 

 



[1]... خواجہ اجمیر، صفحہ:66-67۔