Shehad ki Makhi Ko Nasihat

Book Name:Shehad ki Makhi Ko Nasihat

     اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه كوو: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔

صَلُّوْا عَلَي الْحَبِيب!           صَلَّي اللّٰه عَلٰي مُحَمَّد

د شاتو سره يـې شِفا نصيب شوه

پۀ بخاري شريف کښې روايت دے، يو ځل يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بارګاهِ رسالت ته حاضر شو او عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زما د ورور خِيټه بهيږي  (يعنې خرابه ده)۔

(څومره د کمال خبره ده، د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم مزاج ته وګورئ څومره ځانګړے وو * چې بيمار شو نو د ډاکټر خوا له تلل پکار وو خو صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم به بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضر حاضريدل * چې سترګه يـې خوږ شوه نو بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضر شو * لاس يـې کټ شو نو بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضر شو * پۀ خِيټه يـې درد دے، بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضر شو، غرض دا چې هر قِسمه مسئله به راتلله نو صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم به بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضريدل او مسئله به يـې وړاندې کوله۔ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د دې ادا عکاسي کوي او فرمائي:)

اپنے دِل کا ہے اُنہیں سے آرام، سونپے ہیں اپنے اُنہیں کو سب کام

لَو لگی ہے کہ اب اس دَرْ کے غُلام، چارۂ دَرْدِ رضا کرتےہیں

وضاحت: زما زړۀ ته ارام صرف د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دَر نه ميلاؤيږي، مونږه خپل ټول کارونه خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته سپارلي دي، بس دغه زړۀ مو لګولے  دے چې د دې پاک در د غلام، رضا دردونه لرې کړئ۔