Book Name:Shoq e Madina
چې نيت صرف د زيارتِ اقدس وي
د حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ رحمت، شفيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: مَنْ جَاءَنِي زَائِرًا څوک چې زما دربار ته د زيارت کولو د پاره حاضر شو لَا تُعْمِلُهُ حَاجَةٌ اِلَّا زِيَارَتِي د دې نه علاوه د هغه بل څه حاجت نه وي (يعني نه د تجارت د پاره راغلے وي، نه د بل څه مقصد د پاره راغلے وي) صرف او صرف زما د زيارت د پاره مدينې منورې ته راغلو كَانَ حَقّاً عَلَيَّ اَنْ اَكُونَ لَهُ شَفِيعاً يَوْمَ الْقِيَامَةِ په ما حق دے چې د قيامت په ورځ زه د هغه شفاعت اوکړم.[1]
د قيامت په ورځ د آقا کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګاؤنډ ميلاؤ شي
يو روايت کښې ئې اوفرمائيل: كَانَ فِي جِوَارِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ يعني څوک چې خاص زما د زيارت د پاره مدينے منورې ته راغلو هغوئي به د قيامت په ورځ زما د رحمت د سوري لاندې وي.[2]
د دې حديثِ پاک لاندې عالمان صاحبان فرمائي: په دې حديثِ پاک به پوره پوره عمل هله کيږي چې بنده د مسجدِ نبوي نيت هم اونکړي