Book Name:Shoq e Madina
به پخپله د هغوئي شفاعت کوي ځکه چې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شفاعت انداز به د نورو نه جدا وي، د دې خوند به جدا وي، د هغې شوق به عجيبه وي، اعلٰی حضرت امام اهلِسُنَّت شاه امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:
کیا ہی ذوق افزا شفاعت ہے تمہاری واہ واہ قرض لیتی ہے گنہ پرہیز گاری واہ واہ[1]
وضاحت: مطلب دا دے چې كله رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قيامت په ورځ د حشر په ميدان کښې د خلقو شفاعت کوي نو د هغوئي د شفاعت کولو انداز، د هغې مزه او د هغې شوق به داسې جدا او عجيبه وي چې هغه خلق څوک چې بخښلے شوي وي، چا چې ګناه نه وي کړي، څوک چې به بے حسابه جنّت ته د تللو حقدار وي، څوک چې به پرهيزګاره وي، هغوئي چې کله د شفاعت دا مزه اوويني نو ارمان به کوي چې کاش! زمونږ په تله (چابړئ) کښې هم ګناه راشي او مونږ ته هم د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شفاعت نصيب شي.
بهر حال! د حديثِ پاک نه معلومه شوه چې کوم بنده د روضے مبارکې د زيارت سعادت حاصل کړي، هغوئي ته به د بل چا نه بلکه پخپله د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شفاعت نصيب کيږي، سُبْـحٰـنَ الـلّٰـه! الله پاک دې رانصيب کړي.