Shoq e Madina

Book Name:Shoq e Madina

            سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه! پته اولګيده! د مدينې منورې د حاضرئ د پاره تادي کول د قرآني آيتونو مطلب دے، ځکه مونږ له پکار دي چې مونږه د مدينې منورې د حاضرئ د پاره تادي اوکړو، څومره چې زر کيدے شي هلته د رسيدو کوشش اوکړو، چا له چې الله پاک وَس ورکړے دے، څوک چې هلته رسيدے شي، هغوئي خو دې مدينې منورې ته حاضرئ کښې بالکل سستي نه کوي، کله چې موقع ميلاؤ شي، حاضريدې اوکړي او د چا چې وَس نه رسي، د چا سره چې مال او دولت نشته، ظاهري اسباب نشته، هغوئي له هم پکار دي چې د مدينې د حاضرئ شوق زيات کړي، د مدينې منورې د حاضرئ د پاره دې په سينه کښې درد ساتي، ژاړي دې، دعاګانې دې غواړي، که چرې غوښتنه رښتونې وه نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! هر څه به ئې سم شي.

آہ! پلّے زَر نہیں رَخْتِ سفر  سَروَر  نہیں                                           تُم  بُلالو  تُم  بُلانے  پر  ہو  قادِر یانبی!

کِس طرح تَسکین دُوں گا میں دِلِ غمگین کو                                            رَہ گیا گَر حَاضِری سے میں جو قاصِر یانبی!

آپ   ہی  اسباب  آقا  پِھر  مُہَیّا   کیجئے                                                                       پھر دِکھا دیجے مدینے کے مَنَاظِر یانبی! [1]

د مدينې منورې حاضري واجبو ته نزدې ده

د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د فرمان خلاصه ده: د دواړو جهانونو د


 

 



[1]... وسائل بخشش،صفحہ:376-377ملتقطاً ۔