Book Name:Shoq e Madina
الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د روضے مباركې زيارت اوکړي د هغه نه به هم د قيامت په ورځ پوښتنه نه کيږي * څوک چې په جهاد کښې برخه [يعني حِصَّه] واخلي د هغوئي نه به هم پوښتنه نه کيږي * او څوک چې بيتُ المقدس ته لاړ شي او په نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې درود شريف اولولي د هغوئي نه به هم د قيامت په ورځ پوښتنه نه کيږي.
خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: مَنْ حَجَّ إلَى مَكَّةَ ثُمَّ قَصَدَنِي فِي مَسْجِدِي كُتِبَتْ لَهُ حِجَّتَانِ مَبْرُورَتَانِ كوم بنده چې مکې مکرمې ته اورسيدلو، حج ئې اوکړو بيا هغه زما د جمات اراده اوکړه، (مدينې منورې ته راغلو) د هغوئي د پاره به د دوؤ قبول شوؤ حجونو ثواب ليکلے شي. [1]
سُبْحٰنَ اللہ! اے عاشقانِ رسول! لږغور اوکړئ! په يو حج څومره محنت کيږي، په لکونو روپئ لګي، د سفر کولو سختې زغملے شي، د کعبې طواف کول وي، صفا او مروه کښې سعي کول وي، مِنٰی کښې قرباني کول، مزدلفه کښې قيام کول، ميدانِ عرفات کښې قيام کول، دومره سختې ئې اوزغملې او لکونه روپئ ئې اولګولې، د دې باوجود حج قبول شو که نه؟ چا ته پته نشته خو دا فضيلت اوګورئ! کوم بنده چې حج اوکړي، د حج