Book Name:Shoq e Madina
سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم روضے مبارکې ته حاضري او د هغه ځائے د خاورې ښکلولو سعادت د ټولو مستحباتو نه اوچت او اهم بلکه واجبو ته نزدې دے.[1]
په جذبُ القلوب کښې شيخِ محقق عَلَّامه عبد الحق محدثِ دهلوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نقل کوي: کله چې يو مسلمان د زيارت په نيت مدينے منورې ته راځي نو فرښتې د رحمت په ډالو سره هغوئي ته هر کلے وائي.[2]
لاکھوں قُدسی ہیں کام خدمت پر لاکھوں گِردِ مزار پِھرتے ہیں[3]
وضاحت: يعني د حضورِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خدمت د پاره په لکونو فرښتې حاضرې وي او په لکونو فرښتې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د روضے مباركې نه ګير چاپيره چکرې وهي چې کله به څه حکم راځي او مونږ به د خدمت د پاره حاضرې شو.
په سنن دارِ قطني کښې روايت دے: د الله پاک رسول، رسولِ مقبول، صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: مَنْ زَارَ قَبْرِي وَجَبَتْ لَهُ شَفَاعَتِي چا چې زما د قبر