Book Name:Shoq e Madina
چا مخې ته خپل حاجت وړم، څوک به زما تور مخ ويني، آيا ستاسو نه علاوه زمونږ د پاره بل څوک شته؟ د چا نه چې مونږه د مهربانئ او توجه طمع اوساتو، څوک چې زمونږ خالي ځولئ ډکې کړي؟ نه، ستاسو نه علاوه بل هيڅ څوک نشته.
دغه شان يو روايت علّامه ابن جوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په عُيون الحِکايات کښې نقل كړے دے: حضرت محمد بن حَرب هِلالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيانوي: يوه ورځ زه د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په روضه مبارکه کښې حاضر ووم، ما اوليدل! يو اَعرابي ( يعني د عربو د کلي اوسيدونکے) دربار ته حاضر شو او د محبوِب رَبِّ اکبر صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دربار کښې ئې عرض اوکړو: يا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! الله پاک چې په تاسو کوم رښتونے کتاب نازل فرمائيلے دے، په هغه قرآنِ کريم کښې الله پاک فرمائي:
وَ لَوْ اَنَّهُمْ اِذْ ظَّلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ جَآءُوْكَ فَاسْتَغْفَرُوا اللّٰهَ وَ اسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُوْلُ لَوَجَدُوا اللّٰهَ تَوَّابًا رَّحِیْمًا(۶۴)
(پارہ:5،سورۂ نساء:64)
[مفهوم] ترجَمہ کنزُ الایمان: او کله چې هغوئي په خپلو ځانونو باندې ظلم اوکړي نو اے محبوبه ستا په خدمت کښې حاضر شي او بيا د الله پاک نه معافي اوغواړي او رسول د هغوئي شفاعت اوکړي نو ضرور الله به ډير توبه قبلوونکے مهربانه اومومي.