Book Name:Shoq e Madina
حاضري ډير لوئ سَعادت دے.
مجرمان په رابللو راغلي دي
د مسلمانانو څلورم خليفه، حضرت علِـىُّ المرتضٰی شيرِ خدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ظاهري دنيا نه د پرده کولو اوس درې ورځې شوې وے، يو بَدوي (يعني د عربو د کلي اوسيدونکے) مزار ته حاضر شو، هغه ځان په قبر مبارک راغوزار کړو او د مزار مباركه خاوره ئې په خپل سر واچوله او عرض ئې اوکړو: يا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! څه چې تاسو د الله پاک نه اوريدلي دي، هغه مونږه ستاسو نه اوريدلي دي، يا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! الله پاک فرمائي:
وَ لَوْ اَنَّهُمْ اِذْ ظَّلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ جَآءُوْكَ فَاسْتَغْفَرُوا اللّٰهَ وَ اسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُوْلُ لَوَجَدُوا اللّٰهَ تَوَّابًا رَّحِیْمًا(۶۴)
(پارہ:5،سورۂ نساء:64)
[مفهوم] ترجَمہ کنزُ الایمان: او کله چې هغوئي په خپلو ځانونو باندې ظلم اوکړي نو اے محبوبه ستا په خدمت کښې حاضر شي او بيا د الله پاک نه معافي اوغواړي او رسول د هغوئي شفاعت اوکړي نو ضرور الله به ډير توبه قبلوونکے مهربانه اومومي.
هغه اَعرابي عرض اوکړو: يا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ما په خپل