Book Name:Shoq e Madina
کښې په بقيعِ پاک کښې دوه ګزه زمکه ميلاؤ شي، الله پاک دې مونږ ټولو ته د عشقِ مدينه، شوقِ مدينه، ذکرِ مدينه، فکرِ مدينه، يادِ مدينه دولت نصيب کړي. اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم
12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: د سحر لمُونځ د پاره رابيدارول
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د عشقِ مدينه موندلو د پاره د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره تړون اختيار كړئ، او د ذيلي حلقے 12 ديني کارونو کښې ښه په خوشحالئ حِصَّه واخلئ! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم!د دنيا او آخرت بيشميره برکتونه به درنصيب شي. 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: د سحر لمانځه د پاره پاڅول (يعني مسلمانان د سحر لمانځه د پارهرابيدارول) دي.
اے عاشقانِ رسول! مسلمانان د سحر د لمانځه د پاره پاڅول د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي، مسلمانان د سحر لمانځه د پاره پاڅول سُنّتِ داؤدي دي، مسلمانان د سحر لمانځه د پاره پاڅول سُنَّتِ حيدري او سُنَّتِ فاروقي دي، د مسلمانانو دويم خليفه، حضرت عمرِ فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به د سحر د لمانځه د پاره خلق راپاڅول او جمات ته به ئې تشريف وړلو.[1]
راځئ! د ترغيب په طور يو مدني سپرلے اورو: