Book Name:Shoq e Madina
جهاد کښې برخه واخستله او بيتُ المقدس کښې پاتې شو او په ما ئې درود شريف اولوستلو لَمْ يَسْاَلْهُ اللَّهُ عَمَّا افْتَرَضَ عَلَيْهِ نو د هغوئي نه به د قيامت په ورځ د فرائضو په باره کښې پوښتنه نه کيږي.[1]
حضورِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا 4 کارونه ارشاد اوفرمائيل: (1): چا چې حج اوکړو (2) چا چې زما د قبر زيارت اوکړو (3) چا چې جهاد کښې حِصَّه واخستله (4) څوک چې بيتُ المقدس (يعني مسجدِ اقصٰی) ته لاړو او په ما ئې درود اولوستلو. دا 4 کارونه چې کوم بنده اوکړي د هغه نه به د قيامت په ورځ د فرضو په باره کښې پوښتنه نه کيږي، عالمان فرمائي: چې کله د هغه نه د فرضو په باره کښې پوښتنه نه کيږي نو د واجباتو، سنتو او مستحباتو په باره کښې خو به هډو د سره پوښتنه نه کيږي، مطلب دا چې يو بنده دا 4 کارونه کوي، نو هغه به د قيامت په ورځ بے حسابه بخښلے شي او عالمان صاحبان دا هم فرمائي چې مطلب دا نه دے: چا چې دا 4 واړه کارونه اوکړه هم هغوئي ته به دا فضيلت ميلاويږي، داسې نه ده بلکه په دې څلورو واړو کارونو کښې چې يو کار هم بنده اوکړي هغه ته به هم دا فضيلت ميلاويږي * کوم بنده چې حج اوکړي د هغه نه به هم د قيامت په ورځ پوښتنه نه کيږي * څوک چې د رسول