Shoq e Madina

Book Name:Shoq e Madina

هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ماته اوفرمائيل: اِلْحَقِ  الرَّجُلَ فَبَشِّرْہٗ اَنَّ اللّٰہ َتَعَالیٰ قَدْ غَفَرَ لَہٗ بِشَفَاعَتِیْ يعني د هغه اَعرابي سره ميلاؤ شه او هغه له زيرے ورکړه چې الله پاک زما د شفاعت په برکت سره هغه اَعرابي بخښلے دے.[1]

د اُمّت په حق کښې اوس هم کرم فرمائي

سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه! اے عاشقانِ رسول! په دې دواړو واقعاتو باندې لږ غور اوکړئ! يوه واقعه د صحابئ رسول ده، بله واقعه د يو نيک بخته عاشقِ رسول ده، د دې نه ښكاره پته لګي چې زمونږه آقا مکي مدني مصطفٰی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل اُمّت سره څومره مينه کوي، څومره رحيم دے، څومره کريم دے، لږ سوچ خو اوکړئ! کله چې زمونږه آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دنيا ته تشريف راوړو، نو هغه وخت هم رَبِّ  هَبْ لي اُمَّتِي  د هغوئي په ژبه مبارکه باندې وو، تر څو پورې چې ئې په دنيا کښې ژوند کولو، د اُمّت په غم کښې به غمژن وو، کله چې ئې د ظاهري دُنيا نه پرده اوفرمائيله، بيا هم رَبِّ  هَبْ لي اُمَّتِي د هغوئي په ژبه باندې وو، او اوس چې په مزار مبارک کښې دے، اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! اوس هم ژوندے دے، کرم هم کوي، د ګنهګارانو بخښنه هم کوي، شفاعت هم کوي،  د اُمّت د حالاتو نه هم خبردار دے او مدد ئې هم كوي.


 

 



[1]... عیون الحکایات، جلد:2، صفحہ:308۔