Book Name:Shoq e Madina
هغه به په جنّت کښې زما سره وي. [1]
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
د عمامې شريفې سُنَّتونه او آداب
دوه فرامينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: (1) عِمامې سره لمُونځ د لس زره نيكو برابر دے.[2] (2) عِمامه تړئ! ستاسو حِلم به زياتيږي[3]
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! عمامه په ولاړه تړئ او پاجامه په ناسته اغوندئ * چا چې د دې اُلټا عمل اوكړو هغه به په داسې مرض كښې اخته شي چې دوا به ئې نه وي (يعني طبيبانو ته به ئې د دوا علم نه وي) * د عمامې تړلو نه مخکښې ښه ښه نيتونه اوکړئ که يو هم صحيح نيت نه وو نو ثواب به نه ميلاويږي * مناسب دا دي چې د عمامې ول د سر ښې طرف ته لاړ شي * د الله پاك آخري رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مباركې عمامې شمله به عام طور د (مباركې ملا) په شا وه، كله كله به ښي طرف ته، كله به د دواړو اوګو تر مينځه دوه شملے وے * كينړ [يعني ګڅ] طرف ته شمله زوړندول خِلافِ سُنَّت دي * د عمامے د شملے