Book Name:Shoq e Madina
بلکه بنده له پکار دي چې کله د مدينې منورې په لور سفر شروع کړي نو صرف او صرف د روضے مبارکې د زيارت نيت اوکړي، مسجدِ نبوي شريف کښې به د لمونځونو ادا کولو سَعادت ضمناً ميلاؤ شي، په مسجدِ قُبا کښې چې لمونځ ادا کړي نو د عمرې ثواب ګټلو سعادت به ورته هم ضمناً ميلاؤ شي خو چې د هغوئي نيت صرف يو وي چې زه د روضے مبارکې د زيارت د پاره راغلے يم. سُبْحٰنَ اللہ!
کعبہ کا نام تک نہ لیا طیبہ ہی کہا پوچھا تھا ہم سے جس نے کہ نَھْضَت کدھر کی ہے[1]
وضاحت: يعني کله چې زما نه اوپوښتلے شو چې د کوم ځائے اراده ده نو ما دا اونه وئيل چې حج له ځم، يا د کعبې زيارت د پاره ځم بلکه زما هم يو جواب وو، دا چې زه د مدينې د جانان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پاک دربار شريف له ځم.
اے عاشقانِ رسول! راځئ! مدينې منورې ته حاضريږو او د روضے مبارکې د زيارت يو بل او ښکلے فضيلت اورو: د حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے: د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي، صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: مَنْ حَجَّ حَجَّةَ الاِسْلامِ وَزَارَ قَبْرِي وَغَزَا غَزْوَةً وَصَلَّى عَلَيَّ فِي بَيْتِ الْمَقْدِسِ چا چې حج اوکړو او زما د قبر زيارت ئې اوکړو او هغوئي په