Book Name:Shoq e Madina
د مدينې منورې د حاضرئ سعادت ميلاؤ شو
د پنجاب د اِله آباد علاقې (ضلع قصور ) د يو اسلامي ورور د بيان خلاصه ده: اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! زه د دعوتِ اسلامي ديني ماحول کښې خو ووم خو د ديني کارونو په سلسله کښې سست ووم، يوه ورځ يو ذمه وار اسلامي ورور زما د پوهه کولو سره د ديني کار کولو او خاص طور د سحر د لمانځه د پاره د مسلمانانو د راپاڅولو د ديني کار د پوره پابندئ کولو ترغيت راکړو، اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! زما ذهن جوړ شو او ما د بلې ورځې نه په دې عمل شروع کړو. د سحر لمانځه د پاره مې د مسلمانانو د راپاڅولو کار څه شروع کړو چې، بخت مې رابيدار شو او هم هغه کال ما ته د مدينے منورې د حاضرئ سعادت نصيب شو، په دې لا نور کرم دا هم اوشو چې زما مشر ورور ته د حج کولو سعادت نصيب شو.
عطائے حبیبِ خُدا مدنی ماحول ہے فیضانِ غوث و رضا مدنی ماحول
سنور جائے گی آخرت اِنْ شَآءَ اللہُ! تم اپنائے رکھو سدا مدنی ماحول
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
د حج او عمرې موبائل ايپلي کيشن تعارُف
اے عاشقانِ رسول! اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي د جديد ټيکنالوجئ په ذريعه هم د علمِ دين عام کولو کوشش کوي. په دې سلسله کښې د دعوتِ