Book Name:Aur Ibrat-o-Naseehat

خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: چې كله د قيامت زلزله راشي ، هغه وخت به هره پـئ وركوونكي خپل د پئيو څښلو بچي هير كړي او د حمل والؤ حمل به اوغورزيږي. ماشومان به د ويرې نه بوډاګان شي، په هغه ورځ به عجيبه چغې او سُورې وي، خلق به اخوا ديخوا منډې وهي، يو بل ته به غږونه کوي. [1] 

    اے عاشِقانِ رسول! دا ده د قيامت زلزله...! چې كائنات به تباه و برباد كړي، د هُم دې زلزلے په باره كښې الله پاك ارشاد فرمائي:

اِذَا زُلْزِلَتِ الْاَرْضُ زِلْزَالَهَاۙ(۱)

 [مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : چې كله زمكه اورَپوَلے شي څنګه چې د دې رَپوَل [خوزول] مقرر دي.

د سُوْرَۀ زِلْزَال دويم آيت وضاحت

    الله پاك په دې دويم آيت كښې ارشاد فرمائي:

وَ اَخْرَجَتِ الْاَرْضُ اَثْقَالَهَاۙ(۲)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او زمكه به خپل بوجونه بهَر را غوزار كړي.


 

 



[1]...مُسْندِ اِسْحاق بن راہویہ، مُسْنَدُ ابی ہریرہ، جلد:1، صفحہ:261، حدیث:10،ملتقطاً ۔